د نړیوالو ځواکونو پاتې کېدو اړتیا ته بیا کتنه کېږي

د انځور حقوق AP
Image caption له ۲۰۱۴ کال وروسته د دغو بهرنيو ځواکونو اصلي دنده افغان ځواکونو ته روزنه او سلا مشوره ورکول دي

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قومندان جنرال جان کامپبل ويلي، ارزونه کوي چې د نړیوالو ځواکونو له لوري د افغان ځواکونو د روزلو مودې غځولو ته اړتيا شته که څنګه.

د ولسمشر اوباما د اوسني پلان له مخې د افغان ځواکونو بهرني روزونکي بايد له ۲۰۱۶ کال وروسته په بشپړ ډول له افغانستان نه ووځي.

ښاغلی کامپبل دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې په افغانستان کې ټاکنې وغځېدې او په وروستيو مياشتو کې له وسلوالو سره جګړه کې افغان ځواکونو ته درانه تلفات واوښتل.

د افغانستان حکومت وايي، ځواکونه يې د امنيت ټينګولو ته چمتو دي او يوازې د روزنې په برخه کې د نړیوالو ځواکونو شتون ته اړتيا ده.

عبدالله ستانکزی خپل رپوټ کې لیکي:په افغانستان د نړیوالو ځواکونو نوي قومندان جنرال جان کمپبل لويديځو رسنيو سره خبرو کې ويلي، له سره د دې ارزونه کوي چې له ۲۰۱۶ کال وروسته افغان ځواکونو ته د روزنې مودې د غځېدو اړتيا شته که نه.

ټاکل شوې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امريکا او د ناټو غړو هېوادو څه دپاسه ۱۲۰۰۰ سرتېري پاتې شي چې دنده به يې د افغان ځواکونو روزنه وي.

دغه امريکايي قومندان د نوې ارزونې په تړاو داسې مهال څرګندونې کوي چې په افغانستان کې ټاکنې نژدې يو کال وغځېدې، د امنيتي تړون لاسليک څو مياشتې وځنډېد او په وروستيو مياشتو کې له وسلوالو سره جګړه کې افغان ځواکونو ته درانه تلفات واوښتل.

ده ويلي د افغانستان اوسني شرايط لا ارزونې او تحليل ته اړتيا لري.

د افغانستان حکومت د بهرنيو ځواکونو د حضور د دوام په اړه له امريکا سره پر شوي تړون ټينګار کوي، وايي افغان ځواکونه د امنيت د ټينګښت لپاره په بشپړ ډول چمتو دي.

د ولسمشر اشرف غني وياند نظيف الله سالارزي بي بي سي ته وويل، نړیوال ځواکونه کولای شي د ځانګړو شرايطو له مخې خپل شتون وغځوي.

له ۲۰۱۴ کال وروسته د دغو بهرنيو ځواکونو اصلي دنده افغان ځواکونو ته روزنه او سلا مشوره ورکول دي.

ورته مطالب