حکومت کابل ته د ۲۳ افغان پناه غوښتونکو جسدونه لېږدوي

د انځور حقوق AFP
Image caption ۱۳ پناه غوښتونکي لا هم بې درکه دي او په توره بحيره کې يې د موندلو عمليات روان دي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، له ترکيې د ۲۳ افغان پناه غوښتونکو د جسدونو د لېږد لپاره په تدابيرو بوخت دي.

چارواکي وايي، د دغو کسانو جسدونه اوس په ترکيه کې د عدلي طب تر څېړنو لاندې دي او له دې وروسته به کابل ته ولېږدول شي.

د ۴۲ افغان پناه غوښتونکو بېړۍ دوه ورځې وړاندې په توره بحيره کې ډوبه شوه، چې شپږ کسه ترې وژغورل شول او ۱۳ نور لا هم بې درکه دي.

عبدالله ستانکزي په خپل راپور کې په دې اړه داسې لیکي: محمد اسماعيل عمار يو له هغو کسانو څخه دی چې ورور يې لس کاله وړاندې ايټاليا ته د رسېدو په نيت يې ژوند بايلود.

دی وايي، ورور يې له ترکيې ايټاليا ته روان و او هغه مهال د افغانستان حکومت کابل ته د ده د ورور د جسد په لېږدولو کې هېڅ مرسته و نه کړه:"په ايټاليا کې د افغانستان سفارت هم همکاري و نه کړه او جسد مو په خپل شخصي لګښت او د هغو دوستانو په مرسته چې په اتريش او انګلستان کې و، راووړ. افغانستان د جنازې راوړلو دقيقآ يوه مياشت او ۱۸ ورځې وخت ونيو."

دا د هغو لسګونو پېښو يوه ده چې افغان کورنۍ يې له بهره د خپلو دوستانو د جسدونو د لېږد پر مهال له ستونزو سره مخامخې کړې دي.

د هغو کسانو کره شمېرې نه شته چې بهرنيو هېوادونو ته د رسېدو په لار کې مړه شوي، خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، ډېر ځله حکومت د قربانيانو د جسدونو د لېږد په برخه کې مرسته کړې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption تر اوسه ۲۳ جسدونه ترلاسه شوي او د شپږو ژغورل شويو کسانو روغتيايي وضعيت ښه دی

خو دا ځل په توره بحيره کې د ۴۲ افغان پناه غوښتونکو د لېږدونکې کښتۍ له ډوبېدو وروسته افغان ولسمشر اشرف غني د بهرنيو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې د پېښې په اړه پلټنې وکړي او د جسدونو د لېږد لپاره سملاسي ګامونه پورته کړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکيب مستغني بي بي سي ته وويل، کابل ته د افغان پناه غوښتونکو د جسدونو د لېږد لپاره په پلان جوړولو بوخت دي او له ولسمشر نه هم غوښتل شوي، چې د دوی د لېږد لګښت برابر کړي:"د بهرنيو چارو وزارت هم اړين تدابير نيولي. په استانبول کې زموږ د قونسلګرۍ همکاران له ترکي چارواکو سره په اړيکه کې دي. وروسته له هغه چې د عدلي طب د څېړنو په ګډون ټول پړاوونه بشپړ شي د افغانستان قونسلګري به په بشپړ ډول چمتو وي، چې جسدونه ولېږدوي".

ښاغلی مستغني وايي، تر اوسه ۲۳ جسدونه ترلاسه شوي او د شپږو ژغورل شويو کسانو روغتيايي وضعيت ښه دی.

دی وايي ۱۳ پناه غوښتونکي لا هم بې درکه دي او په توره بحيره کې يې د موندلو عمليات روان دي.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، هغه هېوادونه چې پناه غوښتونکي غواړي ځان ورورسوي، د ورتلونکو کډوالو لپاره سخت شرایط غوره کړي.

استراليا يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د قاچاقي پناه غوښتونکو د ورتلو د مخنيوي لپاره په رسنيو او ټولنيزو شبکو کې د خپلو سختو اقداماتو اعلانونه خپروي.

ورته مطالب