روسی وسله وال طالب په امریکا کې محاکمه کېږي

يو پخوانی روسی افسر چې په افغانستان کې له طالبانو سره اوږه په اوږه جنګېده د ترهګرۍ تورونو له امله د امريکا په يوه محکمه کې راڅرګند شوی دی. حامدولین وروسته له هغه ونيول شو، چې د افغانستان په سرحدي او امريکايي ځواکونو يې بريد وکړ. دی د يوه امريکايي تبع د وژلو د هڅې په ګډون له ۱۲ تورونو سره مخامخ دی. حامدولین په ۲۰۰۹ کال کې پر افغان سرحدي پولیسو او امریکايي ځواکونو باندې د وسله والو له یوه بریده وروسته نیول شوی و. دی له تېرو پنځو کلونو راهيسې په بګرام زندان کې و او د دې اوونۍ په لومړيو کې امريکا ته ولېږدول شو. حامدولین لومړنی بهرنی زنداني دی چې له افغانستانه امريکا ته د محاکمې لپاره استول کېږي. حامدولین په داسې حال کې چې لاس او پښې یې په زنځیرونو تړلي وو، په سختو امنیتي تدابیرو کې د ویرجینیا په ریچموند ښار کې محکمې ته وړاندې شو. داسې ویل کېږي دی د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسیزو پر مهال په افغانستان کې د شوروي پوځ يو افسر و. دی بيا په افغانستان کې پاتې شو او وروسته له طالبانو سره یو ځای شو. په نوموړي تور دی چې په ۲۰۰۹ کال کې يې د خوست په لیلاز کمپ کې پر افغان پولیسو او امریکايي سرتیرو برید کې يې د دريو سخت دریځو ډلو مشري کوله. حامدولین په محکمه کې په لومړي ځل څرګندیدو سره ډېر څه ونه ویل او د محکمې دویمه غونډه یې د جمعې په ورځ ده. دی يو له هغو ۱۳ جنګياليو څخه و چې امریکايي چارواکو په افغانستان کې بندي کړی و.

ورته مطالب