د پاکستان د پوځ مشر افغانستان ته رسېدلی دی

د انځور حقوق Getty
Image caption جنرال شریف به دغه سفر کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره وویني

د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف نن افغانستان ته رسېدلی دی.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د پاکستان لوی درستیځ جنرال راحیل شریف، چې د افغانستان د لوی درستیځ په بلنه افغانستان ته راغلی، د افغانستان له لوی درستیځ سره په خبرو بوخت دی.

جنرال شریف به دغه سفر کې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرايي رییس عبدالله عبدالله، افغان دفاع وزیر او ملي امنیت له سلاکار سره وویني.

دغو لیدنو کې د بحث موضوعګانو په اړه څه نه دي ویل شوي.

نورمحمد سعید په رپوټ کې لیکي: د پاکستاني پوځ عامه اړیکو مسوول پر خپله ټویټر پاڼه افغانستان ته د خپل هېواد د پوځ مشر سفر تایید کړی دی.

عاصم باجوه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې جنرال راحیل شریف به دغه سفر کې له افغان ولسمشر، اجرايي رییس، دفاع وزیر، ملي امنیت سلاکار او یو شمېر نورو افغان دفاعي چارواکو سره خبرې وکړي.

له هغه راهیسې، چې افغانستان کې نوی حکومت جوړ شوی، دا کابل ته د لوړ پوړیو پاکستاني چارواکو دویم سفر دی.

له دې درې اونۍ مخکې ملي امنیت او بهرنیو اړیکو چارو کې د پاکستاني لومړي وزیر نوازشریف سلاکار سرتاج عزیز کابل ته سفر وکړ او افغان ولسمشر او اجرايي رییس ته یې د اسلام اباد سفر بلنه ورکړه.

Image caption په پام کې ده، چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف نن افغانستان ته سفر وکړي

افغان ولسمشر په هغه لیدنه کې ویلي و، چې د سولې لپاره باید نه یوازې په خبرو بسنه وشي، بلکې وايي، اوس د عمل مهال رارسېدلی دی.

تر اوسه پاکستان ته د افغان ولسمشر د سفر لپاره نېټه نه ده ټاکلې شوې، خو ویل کېږي، چې دې لړ کې چمتووالی کېږي.

ورته مطالب