ملي امنیت اداره د تکنالوژۍ برخه کې د مرستو مرکز جوړوي

Image caption د ملي امنیت ادارې ویاند حسیب صدیقي وايي، د دغه مرکز له لارې به له مخکښو او نوښتګرو کسانو سره به همکاري کېږي

د افغانستان ملی امنیت ادارې په دغه هېواد کې د علمي او ساینسي لوړو وړتیاوو د انسجام په هدف یو څېړنیز مرکز جوړ کړی، چې د چارواکو په وینا هدف یې د هغو کسانو لاسنیوی دی، چې په ځانګړې توګه د تکنالوژۍ برخه کې لوړ استعدادونه لري او د مالي یا تخنیکي ستونزو له کبله یې د پرمختګ مخه ډب شوې ده.

نورمحمد سعید په خپل رپوټ کې په دې اړه لیکي، د افغانستان ملي امنیت اداره وايي، د یو شمېرو نورو حکومتي ادارو په همکاري یې د افغانستان څېړنې او اختراع په نوم یو مرکز جوړ کړی، چې وايي، پر مټ به یې په ځانګړې توګه د تکنالوژۍ په برخه کې د وړتیاوو انسجام چارې تر سره کړي.

د ملي امنیت ادارې ویاند حسیب صدیقي وايي، د دغه مرکز له لارې به له مخکښو او نوښتګرو کسانو سره په مالي، تخنیکي او علمي برخه کې مرسته او همکاري کېږي.

ملي امنیت ادارې په دې اړه ډېر جزیات نه دي په ډاګه کړي، خو وايي، خلک کولای شي خپل اختراعاتو په هکله دوی سره معلومات شریک کړی.

افغان حکومت څو کاله مخکې د کاشفینو او اختراع کوونکو د ملاتړ قانون په نوم یوه طرح جوړه کړه، چې لا یې هم د تصویب او توشیح په اړه څه نه دي ویل شوي.

د نړۍ یو شمېر هېوادونو کې پوځي او استخباراتي ادارې د علمي او په ځانګړې توګه د ساینسي پرمختګونو او موندنو د ودې لپاره اختراع کوونکي کسان جذبوي، د خپلو ځینو تعلیمي او روزنیزو ادارو پر مټ د دغه ډول مخکښو کسانو روزنه او پالنه کوي، مالي او تخنیکي مرستې ورته چمتو کوي.

خو افغانستان کې په تېر کې ځیني داسې کسان، چې د لوړ علمي استعدادونو څښتنان وو، د مالي او تخنیکي مرستو او همکارۍ نشتوالي له کبله اړ شوي، چې ان هېواد پرېږدي.

یو شمېر کسان په دې باور دي، چې افغان حکومت غواړي، دغو اقداماتو سره یوه لور ته د وړتیا لرونکو کسانو له لاسه وتلو مخنیوی وکړي او بل لور ته پرې نه ږدي، چې ګاونډي او سیال هېوادونو د پېسو بدل کې د دغو کسانو خدمتونو کنترول تر لاسه کړي.

ورته مطالب