پکتیا کې د لسو کسانو مړي موندل شوي دي

Image caption زرمت د پکتيا تر ټولو ناآرامه ولسوالۍ ده چې وسلوال طالبان پکې ترنورو هغو زيات فعالیتونه لري

د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې له تېر ماښام راهیسې د نامعلومو وسله والو له لوري لس تنه وژل شوي.

د دغو کسانو مړي نن سهار زرمت ولسوالۍ مرکز ته ورغځېدلو دریو لويو لارو کې موندل شوي چې په دزو وژل شوي وو. وژل شوي کسانو کې پنځه تنه يې د خوست، يو يې د لوګراو څلور نور يې د پکتيا اوسیدونکي وو.

د پکتیا ولایت امنیتي قومندان زلمي اوریا خیل د پېښې په اړه بي بي سي ته وویل:"دغه پېښه تېر ماښام د مقرب خیلو په سیمه کې چې د زرمت یوه ناارامه سیمه ده رامنځ ته شوې. او دا ټول ولسي وګړي وو."

خو بل لور ته د زرمت ولسوال کپتان اخلاص بي بي سي ته وويل، چې دغه کسان وسلوالو ظالبانو وژلي.

د نوموړي په وینا، په وژل شو کسانو کې ملي پولیس، محلي پولیس او داسې کسان شته چې پخوايې په ملي پوځ کې دنده تر سره کړې.

ولسوال وايي، د دوی جسدونه يې د کردیز زرمت، زرمت غزني او زرمت ښرنې په لویو لارو کې موندلي دي.

د زرمت ولسوالۍ ځايي روغتون مشر ډاکتر حاجي محمد هم د پیښې پخلی کوي او وايي، چې د يادو کسانو جسدونه يې روغتون ته وروړل شوي دي.

ویل کېږي، له جسدونو سره ځينې لیکل شوې پاڼې هم موندل شوې چې امنیتي کسانو له ځانه سره وړې خو دا نه ده څرګنده چې په دغو پاڼو کې څه لیکل شوي وو.

د دغو کسانو د وژنې مسؤلیت وسلوالو طالبانو منلی.

د دغې ډلې وياند ذبیح الله مجاهد د يوې وينا پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې وژل شوي ټول کسان د افغان حکومت امنيتي کارکوونکي و.

زرمت د پکتيا تر ټولو ناآرامه ولسوالۍ ده چې وسلوال طالبان پکې ترنورو هغو زيات فعالیتونه لري.

په تیر کې هم وسلوالو په دغه سیمه کې له افغان حکومت سره په تړاو او بهرنيو ځواکونو سره په همکارۍ ځینې کسان وژلي دي.

ورته مطالب