افغان مېرمنو ته د ۲۱۶ میلونو ډالرو پروژه پرانېستل شوه

Image caption افغان ولسمشر اشرف غني د ښځو په وضعيت کې بنسټيز بدلون راوستل د ملي يووالي حکومت له مهمو لومړيتوبونو څخه وبلل

د امریکا پرمختیايي ادارې افغان مېرمنو ته د ۲۱۶ میلیونو ډالرو منظوره شوې پروژه نن په رسمي بڼه پرانیسته.

امریکايي چارواکي وايي، چې دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستره بروژه ده چې د افغان مېرمنو لپاره منظوره شوې ده، افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې د دغې پروژې پرانیسته د کابل او واشنګټن تر منځ د هغو همکاریو غوره بیلګه ده چې غواړي افغانې مېرمنې پر ځان بسیا کړي.

زموږ همکار محمود کوچی په خپل رپوټ کې کاږي: د دغې پروژې پر مټ به په راتلونکو لسو کالو کې هغه ۷۵ زره افغانې مېرمنې چې عمرونه یې دې اتلسو او دیرشو کالو تر منځ وي د رهبرۍ، حکومتولۍ، اقتصاد او د ښځو د حقونو په برخو کې وروزل شي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دغې پروژې په پرانیسته کې په یو ویډویي پیغام کې وویل، چې د افغانستان راتلونکی د مېرمنو له وړتیاو سره غوټه شوی او په خبره یې له مېرمنو پرته به هیڅکله هم دغه هېواد و نه توانېږي چې په سمه توګه په پښو ودریږي:"دا یو ازمیښتي پرمختګ دی چې د افغانانو په تېره بیا د مېرمنو لپاره نوې هیلې راټوکوي، امریکایان که هغه پوځیان وي یا نا پوځیان له افغانستان سره په مرستو او همکاریو ویاړي، چې البته دا یو پیل دی لا هم سلګونه زره افغانې مېرمنې د افغانستان بیا جوړولو، زده کړو او کار کولو لپاره چمتوالی نیسي هماغسې چې امریکا له افغانستان سره مرستو او همکاریو ته ژمنه ده، همدا رنګه دا ژمنه یو ځلې بیا هم تازه کوم چې په راتلونکې کې د افغانو مېرمنو سره نورې مرستې هم وکړو".

د انځور حقوق AFP
Image caption افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې د دغې پروژې پرانیسته د کابل او واشنګټن تر منځ د هغو همکاریو غوره بیلګه ده چې غواړي افغانې مېرمنې پر ځان بسیا کړي

په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کانینگهام، هم د خبرو په ترڅ یو ځلې بیا له افغانستان سره د خپل هېواد پر مرستو ټینګار وکړ او د افغان مېرمنو سره یې د هغو مرستو خبره بیا یاده کړه چې په خبره یې دوی د خپل هیواد په سترو پریکړو کې ونډه اخلي:" هغه پام وړ پرمختګونه چې افغان ښځو ترلاسه کړي، د نارينه و له همکارۍ پرته ناشوني و. پياوړې ښځې د خپلې کورنۍ لپاره ډاډه او د ښه راتلونکي زيری ورکوي.د امريکا د متحد ايالتونو د ملي پروګرامونو په لومړيتوب کې جنسيتي برابرښت د دې ژمنې ښوونه کوي، چې د افغانستان حکومت او امريکا د ښځو د پرمختګ د دوام لپاره د بدلون په لسيزه کې دي چې له ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۴ پورې ده."

د انځور حقوق AP
Image caption دا یو ازمیښتي پرمختګ دی چې د افغانانو په تېره بیا د مېرمنو لپاره نوې هیلې راټوکوي

افغان ولسمشر اشرف غني د ښځو په وضعيت کې بنسټيز بدلون راوستل د ملي يووالي حکومت له مهمو لومړيتوبونو څخه وبلل، ويې ويل غواړي له دغو پیسو په ګټې اخيستو د افغان مېرمنو لپاره يو ستر ميراث پر ځای پرېږدي.

ټاکل شوې په دغه پروژه کې ۲۵۰۰۰ ښځې مهمو دولتي پوستونو ته د رسېدو په موخه اړينه روزنه ترلاسه کړي.

د پاليسۍ جوړولو او تصميم نيولو په برخو کې د ښځو د وړتياوو لوړول، د کار بازار ته د ښځو د ورتلو پر وړاندې د پرتو خنډونو لرې کولو په موخه د سوداګرۍ په برخه د ښځو ظرفيت لوړول او بلاخره د ښځو حقونو په مدافع بنسټونو کې اغيزمن رول ولري.

د امريکا متحد ايالتونو له ټولو هېوادونو وغوښتل چې تر ۲۰۰ ميليونه نور ډالر له دغې پروژې سره مرسته وکړي.

Image caption په ټوله کې د افغان پولیسو شمېر له ۱۵۷ زرو کسانو ډېر دی چې یو سلنه یې ښځینه پولیسې جوړوي

له دې مخکې د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه۲۰۰ ښځینه پولیسې د زده کړو لپاره ترکیې ته لاړې.

د ښځینه پولیسو ډېروالی د افغان حکومت د کارونو په لومړیتوبونو کې شمېرل کېږي، ټاکل شوې وه د روان زیږدیز کال تر پایه د ښځینه پولیسو شمېر پنځه زره کسانو ته ورسیږي، خو اوس مهال یې شمېر یواځې دوه زره درې سوه کسانو ته رسیدلی دی.

د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې په راتلونکی کال کې د ښځینه پولیسو شمېر لسو زرو ته لوړ کړي.

د افغانستان په دودیزه ټولنه کې ښځی د پولیسو له لیکو سره نه یو ځای کېږي.

ورته مطالب