د غزني د ولسوالیو ښوونځي له پامه غورځول شوي

Image caption زده کوونکي د زیاتو ستونزو له زغملو سره سره بیا هم ښوونځي ته راځي

اوس مهال د غزني په ډیری هغو ولسوالیو کې چې په تیر کې د ناامنیو او جګړو له امله د ښونځیو د زده کونکو پر وړاندې خنډونه موجود و، تر ډېره دا ستونزې کمې شوې دي.

په ښوونځیو کې د زده کوونکو شور، یوې او بلې خوا ته منډې رامنډې د نویو هیلو زیری دی.

د غزني د مقر ولسوالي چې د غزني په مهمو سیمو کې ګڼل کیږي د هلکانو د ښوونځیو ترڅنګ د نجونو د ښونځیو دروازې هم د پرانیستل کېدو په حال کې دي.

خړې کنډوال وزمه خونې، خیمې او په ځمکه هوار پلاستیکي زاړه فرشونه چې ځینو زده کوونکو ته خو د کیناستو ځای هم نه دی پاتې، او په خاورو کې ناست دي، ددوی ټولګي دي.

ښوونکې يي دیوال ته ولاړې تختې ته په کړوپه ملا په لیکلو بوخته ده هغه ورته لیکل کوي او بیا یې په لوړ غږ سره لولي او بدرګه کوي . د نجونې زده کړې ته زمینه برابره شوې ده.

د مقر د ولسوالۍ د نسوانو د ښوونځيو ښوونکې وايي اوس چې يې په سیمه کې د پوهنې بهیر ته د فعالیت زمینه برابره شوې، خو د پوهنې ریاست ورسره مرسته نه کوي.

هغوی وايي د ناامنیو ستونزه له منځه تللې. معاشونه يې کم دي. د زده کوونکو لپاره يې د کتابونو نشتون سرخوږی پیدا کړی.

د مقر د ولسوالۍ یوه ښوونکې شبو داسې وايي: "د پښتو ښوونکې یم. اوس نه له امنیتي پلوه او نه هم له ټولنیز اړخه ستونزې شته،‌ په مکتب کې مو دومره مشکلات شته چې حد نه لري. خاورې،بوټي، دوړې هرڅه ټولګیو نه راننوځي، د کړکیو ښیښې يې ماتې دي. یو ځل مو ښوونځی بند شو. خو اوس بیا دا دی درس ته حاضره شوم. تشکیل مو کم دی چې هغه هم رتب شوي نه یو او معاشونه مو هم کم دي. څلورنیم زره افغانۍ معاش لرو‌چې دا کم دی او د مقر خلک د نور کله په پرتله زیات لېواله دي".

کمې تنخواوې او د ناامنیو سیوری

Image caption د نجونې زده کړې ته زمینه برابره شوې ده

یوه بله ښوونکې سیما علیخېله هم له ستونزې څخه سرټکوي. هغه وايي، یوه ستونزه مو داده چې په خپلو ښوونځیو کې د وړکتون اړتیا زیاته ده. په یوه ټولګي کې په څو زده کونکو یو کتاب موجود دی. هغه وايي: "ګوره لاهم د ناامنیو سیوری خپور دی خو له دې سره بیا هم موږ حاضریږو چې د پوهنې بهیر په مخ بوزو. له بده مرغه لا هم زموږ زده کوونکې په سړه هوا کې ناستې دي او درس وايي. د ښوونځیو جوړولو ته پام نه دی شوی. له موږ سره کومک نه دی شوی، د کال په اوږدو کې مو یوځل زده کوونکو ته قرطاسیه ورکړې. کتابونه له سره نشته په غزني ښار کې نجونو ته غوړي او خوراکي مواد ورکول کیږي خو زموږ زده کونکو ته د یونیسف دا مرستې نه دي راکول شوي، په معاشونو کې مو کوم تغیر نه دی راغلی او ریفورم شوې نه یو، او زموږ ماشومان هم په کورونو کې پاتې دي. د ساتنې لپاره څوک نه شته موږ ته باید په مکتب کې وړکتون جوړشي".

د وخت ضایع کولو اندېښنې د دغه ښوونځي یوه زده کوونکې شکریه هم وايي، د زیاتو ستونزو له زغملو سره سره بیا هم ښوونځي ته راځي.

هغه وايي اندېښنه یې دا ده چې که دا بهیر داسې دوام وکړو نو د وخت له ضایع کولو پرته به يې نور څه ترلاسه نه شي:

"موز زیاتې ستونزې لرو، په ځانګړې توګه د کتابونو ، د لابراتوار او د مسلکي استادانو نشتون له یوې خوا او د طالبانو د جګړې او بریدونو ګواښونه او د خوندي چاپېریال نشتوالی له بلې خوا موږ ته اندیښنه پیدا کړي چې هسې نه وخت مو ضایع شي خوبیا هم راځو. باید زموږ ستونزې په پام کې ونیول شي".

د پوهنیزو چارواکو ځواب

د مقر ولسوالۍ د پوهنې مدیر محب الله وايي: "دا سمه ده ستونزې شته خو باید کار وکړو. د مقر زیاتره ښوونځي ودانۍ نه لري، د پوهنې له ریاست څخه مو په لسګونو ځله دا غوښتنه کړې له بده مرغه تر اوسه په دې اړه کوم اقدام نه دی شوی، کابو دیرش په سلو کې د ښوونکو کمبود لرو. موږ دوه ویشت بابه ښوونځي لرو چې هېڅ یو یې هم نه دی تړل شوی. موږ ته په سږکال کې د یونیسف له خوا درې فرشونه راکول شوي. د پوهنې ریاست پرته له دې چې زموږ اړتیا په پام کې ونیوله شي. زموږ شل رسمي بستونه يې په خدمتي ډول نورو کسانو ته ورکړي دي. دا کسان له لوړپوړو چارواکو سره اړیکه لري او هغوی يې له امتیازاتو څخه استفاده کوي، د پوهنې د رییس له خوا راته یوازې وعدې کیږي او بس".

Image caption موږ ته په سږکال کې د یونیسف له خوا درې فرشونه راکول شوي

د پوهنې رییس محمد عابد عابد هم د ولسوالیو په کچه د ښوونکو، زده کونکو، او مسولینو غوښتنو او ادعاوو ته داسې ځواب ووایه‌: "بعضې شیان زه منم، خو د کتابونو ستونزه حل شوې. مدیر يې کتابونه انتقال کړي. او تر پینځو کالو پورې به دا ستونزه نه وي هلته د ښځینه ښوونکو ستونزه جدي ده، یوازې په مقر کې نه په ډیرو نورو ولسوالیو کې فرضآ زه زنخان درته یادوم هالته شپیته کسان باالمقطع استادان لیږلي دا مشکل شته، په ۱۳۸۴کال چې زه دلته مسول نه وم د هغه مهال چارواکو د ولسوالیو کابو دوه سوه بستونه يې د غزني ښار ته راوړي دي. خو په نوي کال کې به دا ټول خپلو ولسوالیو ته انتقال کړو".

که اوس په یادو شویو سیمو کې د پوهنې بهیر د ودې په حال کې دی،‌ د چارو شنونکی یار محمد فیضي وايي، که چېرې د پوهنې چارواکي په ولسوالیو کې ښوونکو ته د تشکیل په زیاتولو او د کابو دوه سوه خدمتي ښوونکو په استولو او د ودانیو په جوړولو کې اقدام وکړي، نو تر ډېره به دا بهیر پسې ګړندی شي.

ورته مطالب