کابل کې چاودنې د امنیې قومندانۍ یو مدیر وژل شوی

Image caption وسله والو طالبانو د دغې پېښه مسولیت منلی

د کابل ښار په مرکز کې د امنیې قوماندانۍ دننه چاودنه شوې.

یوه ځانمرګي بریدګر نن سهار د افغانستان پلازمېنې کابل د امنیتې قومندانۍ پر یوه دفتر برید وکړ، چې یو لوړ پوړی افسر یې وژلی دی.

د کابل امنیې قومندان جنرال ظاهر ظاهر خبریالانو ته ویلي، یو سړی امنیې قومندانۍ ته ننوت او په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي یې وچوول، چې د نوموړي د دفتر مشر یې وواژه او شپږ نور کسان ټپیان شول.

ظاهر وايي:"متاسفانه د هغې چاودنې پایله کې، چې نن سهار نهه بجې د کابل امنیې قومندانۍ په یوه دفتر کې وشوه، د کابل امنیې قومندانۍ عمومي مدیر شهید شو او تر اوسه د دغې پېښې شپږ کسان ټپیان لرو، تحقیقات روان دي، چې وروسته به د دغو تحقیقاتو پایلې اعلان شي."

مخکې له دې د عامې روغتیا وزارت ویاند کنشکا ترکستاني بي بي سي ته ویلي و، چې په دې چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۷ تنه نور ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

وسله والو طالبانو د دغې پېښې مسولیت منلی. ددغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد دا یو ځانمرګی برید بللی دی.

ذبیح الله مجاهد ویلي، ځانمرګي برید کوونکي داسې مهال پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي، چې د کابل پولیسو له خپلو بهرنیو سلاکارانو سره په غونډه بوخت وو .

د بي بي سي خبریال اسماعیل شهامت د پېښې له ځایه بي بي سي پښتو وېب‍پاڼې ته وویل،‌ پولیسو ټولې لارې تړلې دي او سخت امنیتي تدابیر د قوماندنۍ په چاپیریال کې رامنځ ته شوي.

دغه چاودنه داسې مهال شوې چې ترې یو ساعت مخکې د کابل په ختیځ ''کارته نو'' سیمه کې یوه بله چاودنه هم شوې وه، چې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي سلاکار ایوب سالنګي په وینا، چا ته یې زیان نه دی اړولی.‌

ورته مطالب