لوګر کې ځانمرګي بريد ۷ کسان وژلي

د انځور حقوق b
Image caption د لوګر ولايتي چارواکي وايي، په دغه ځانمرګي بريد کې څلور نور سيمه ييز پوليس ټپيان شوي

د افغانستان په دریو ولایتونو کې نن دوشنبه (نومبر،۱۰مه) له غرمې مخکې په بېلا بېلو بریدونو کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د پلازمېنې کابل سويل ته په ۶۰ کيلومترۍ کې پراته ولایت لوګر کې ځانمرګي برید اووه کسان وژلي دي.

د لوګر ځايي چارواکي وايي، بريدګر چې د محلي پوليسو يونيفورم يې پر تن و د لوګر امنيه قومندانۍ کې د محلي پولیسو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش بي بي سي ته وويل، په دغه برید کې شپږ محلي پولیس او یو ملکي کس وژل شوي دي.

دی وايي په وژل شويو کې د لوګر د محلي پوليسو قومندان سبز علي هم شامل دی.

د لوګر ولايتي چارواکي وايي، په دغه ځانمرګي بريد کې څلور نور سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.

دوی وايي د دغې پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

د بريد پړه وسلوالو طالبانو پر غاړه اخيستې ادعا کوي چې ۱۲ پوليس يې وژلي دي.

ننګرهار

بل خوا د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې هم چاودنه شوې چې له امله يې لږ تر لږه درې پولیس وژل شوي او يو تن ټپي دی.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدلزي بي بي سي ته وویل، چاودېدونکي توکي په یو زرنج موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي و.

چارواکي وايي د جلال اباد ښار د ختیځ په ۶ کیلومترۍ کې د پولیسو د اکاډیمۍ رینجر موټر سهار شاو خوا ۷:۳۰ بجې په نښه شو.

په دې پیښه کې نور چا ته زیان نه دی اوښتی.

وسلوالو طالبانو د بريد مسووليت منلی.

کابل

همدارنګه افغان چارواکي وايي، د پلازمېنې کابل په لویديځه څنډه کې د ښونې او روزنې پوهنتون ته څېرمه يوې چاودنې درې ملکيان ټپيان کړي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي په دغه چاودنه کې چې د کابل د پنځمې حوزې اړوند سیمه کې شوې درې ملکيان ټپيان شوي دي.

تر اوسه د بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

ورته مطالب