نوي کور نوي ژوند ډرامه شل کلنه شوه

د انځور حقوق b
Image caption د سروې ګانو له مخې ۸۵ سلنه افغانانو دننه په افغانستان کې دغه ډرامې اورېدلې

د نوي کور نوي ژوند راډيويي ډرامه کړی نن شل کلنه شوه.

دغه ډرامه پر بي بي سي سربېره له نورو اتلسو راډیوګانو هم خپریږي.

په دغې ډرامې کې د خلکو ستونزې او ژوند انځور شوی چې تر دې دمه یې څو نړیوالې جایزې هم ترلاسه کړې دي.

زموږ همکار خوشحال تایب په دې اړه لیکي: کلونه کلونه چې د نوي کور نوي ژوند ډرامې د پیل نغمه خپرېده نو زیاتره کورنیو به د زړه په غوږونو اورېده، چې واوري، ناظر او خان صاحب نن بیا څه کوي یا هم ګلالۍ ته اجازه ورکول کېږي چې کلینیک ته لاړه شي که نه او ناظر بیا چا ته چل جوړ کړی.

د نوي کور نوي ژوند ډرامو لړۍ شل کاله مخکې پیل شوه، چې ډرامې یې د بي سي سي راډیو له لارې خپرېدې.

د هغه وخت د سروې ګانو له مخې ۸۵ سلنه افغانانو دننه په افغانستان کې دغه ډرامې اورېدلې.

په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پر مهال له حکومتي راډيو پرته نورې راډیوګانې نه وې، او زیاتره خلکو د بي بي سي راډیو د خبرونو ترڅنګ د نوي کور نوي ژوند ډرامو اورېدل نه قضا کول.

د افغانستان د ښوونیزو پروګرامونو ادارې څانګې مشر محمد آصف عمر په وینا د یوې سروې له مخې چې د دریمګړې ادارې له خوا ترسره شوې لا اوس هم نهه دېرش سلنه لویان د نوي کور نوي ژوند ډرامې اوري او لا هم ګڼ شمېر اورېدونکي لري.

د نوي کور نوی ژوند پروګرام د کارکوونکو په وینا د دوی پروګرامونو د افغان ټولنې ترمنځ خپل پراخ اغېز لرلی دی.

د دغو ډرامو یوه لیکواله شریفه پاڅون د ډرامې د یوې برخې یادونه کوي.

چې په هغې کې یوه نجلۍ په تنکي عمر کې واده کولو ته مجبوره کېږي او بیا د ماشوم زېږولو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي مېرمن پاڅون وايي، کله یې چې د پروان او کاپیسا ولایتونو ته سفر کړی وو، نو ځینو مېرمنو ورته وویل، چې د ډرامې د همدغې برخې پر دوی ډېر اغېز کړی دی.

Image caption د مجلې هره ګڼه شاوخوا ۱۸۰ تصویرونه لري، چې ټول په لاس ایستل کېږي

دغه پروګرام ځینې داسې اوریدونکي هم لري چې له کلونو کلونو یې اورېدلې او لا یې هم اوري.

رقیه احمدزی د پکتیکا ولایت اوسېدونکې ده. نوموړې وايي، له ماشومتوبه د نوي کور نوي ژوند ډرامې اوري او زیاتره کرکترونه یې پیژني.

د نوي کور نوي ژوند پروګرامونه په چاپي بڼه هم خپریږي، چې مجلې یې په تصویرونو رنګینې شوې دي.

د مجلې هره ګڼه شاوخوا ۱۸۰ تصویرونه لري، چې ټول په لاس ایستل کېږي.

د نوي کور نوي ژوند پروګرام د مشر محمد آصف عمر په وینا د دوی ډرامې له نړیوالو معیارونو سمې جوړیږي او تر اوسه یې څو ځله نړیوالې جایزې هم ترلاسه کړې دي.

ورته مطالب