محکمې د کابل بانک مسوولين په بند محکوم کړل

Image caption د څارنوالانو په خبره د کابل بانک بحران مخینه له ۲۰۱۰ مخکې کلونو ته رسيږي

د افغانستان استیناف محکمې د کابل بانک قضیې په تړاو په خپله دویمه علني غونډه کې د کابل بانک پخواني مشران خلیل الله فیروزي او شیر خان فرنود هر یو په لس کلن بند او د ټولو غلا شویو پېسو او هغو د ګټې په بېرته ورکړه محکوم کړل.

محکمې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزي او د قسيم فهیم ورور حسین فهیم د شتمنیو کنګلولو امر هم وکړ.

د محکمې قاضي د سې شنبې ورځې (۱۱ نومبر) په غونډه کې، حاجي محمد طاهر ظاهر، غلام داوود نصیب، صوفي نثار احمد، شکرالله شکران، حیات الله کوکچه، د حیرتان نفتي تاسیسات، کابل نفت، پامیر هوايي شرکت، ګلبهار حبیبي، عبدالغفار داووی، اخترګل، ملک جان، محمد طاهر، ګلبهار ټاور، شاهین صرافي، اریانا سټیل، محمود کرزی، محمد حسین فهیم، ظاهر ګروپ او ګازګروپ د کابل بانک فساد لوی تورن یاد کړل.

د قاضي له حکم سره سم د یادو ټولو کسانو منقول او غیر منقولې شتمنۍ باید له قانون سره سم د کابل بانک پورونو ورکولو تر مهاله کنګل شي او د ځنډ په صورت کې یې باید قانوني تعقیب وشي.

د دغه حکم له مخې لویه څارنوالۍ باید د هغو ۲۲۷ کسانو نوملړ ارزونه وکړي چې شیرخان فرنود څارنوالۍ ته ورکړی دی.

تېره ورځ شیرخان فرنود د محاکمې بهیر کې ادعا کړې وه چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی، د مالیې سرپرست وزیر او د ولسمشرمحمد اشرف غني اقتصادي سلاکار حضرت عمر زاخیلوال، د افغانستان بانک مرستیال خان افضل هډه وال او د کابل پخوانی والي حاجي دین محمد هغه کسان دي چې د کابل بانک نږدې ۶۵ میلیونه ډالره پوروړي دي.

قاضي دغه راز امر وکړ، هغه دوه بهرنیي شرکتونه، چې د کابل بانک چارو څارنه کې یې دقت نه دی کړی او د واقعیت خلاف رپوټ یې وړاندې کړی او د دغه بانک بحران ته یې زمینه برابره کړې، تر عدلي تعقیب لاندې دې راشي.

د محکمې د حکم له مخې د کابل بانک مشرتابه پلاوي پخوانی مشر شیرخان فرنود د فساد او تورو پېسو سپینولو په تور په لس کاله بند محکوم شوی او دغه راز امر شوی، چې نوموړی باید ۲۳۷ میلیونه غلا شوې پېسې او د دغو پېسو ۹۶ میلیونه ډالره سود هم پرې کړي.

ورته مطالب