"افغانستان کې ښځو سره لا هم توپيري چلند کېږي"

د انځور حقوق AP
Image caption رشیده منجو په خپل راپور کې وایي لا هم افغان ښځې په بیلابیل ډول له تاوتریخوالي او توپيري چلند سره مخامخ دي

له ښځو سره د بد چلند په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې رپورټره وایي لا هم له افغان میرمنو سره په ډیرو کمو برخو کې عدالت کیږي او د ښځو په اړه د محکمو پریکړې له توپیري چلنده سرچینه اخلي.

رشیده منجو د افغان ښځو د وضعیت د څیړلو لپاره کابل ، کندهار او جلال آباد ښارونو ته تللې وه.

په کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زی په خپل رپوټ کې وايي که څه هم په دولت کې د ښځو ونډه پراخه شوې خو لا هم ښځې له ناوړه چلند او تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

رشیده منجو په خپل راپور کې وایي لا هم افغان ښځې په بیلابیل ډول له تاوتریخوالي او توپيري چلند سره مخامخ دي.

هغې د خپل راپور په اړه په کابل کې په یوه خبرې غونډه کې له خبریالانو سره معلومات شریک کړل.

هغه وايي ښځې له دې ویرې چې په ټولنه کې یې نوم بد نه شي تاوتریخوالی او ناوړه چلند زغمي او خوله پټه ساتي.

" ښځې د بدنامۍ له ویرې له تاوتریخوالي سره سازش کوي او په محکمه کې شکایت نه کوي. سیستم فاسد دی او اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلی. په جرګو کې هم د ښځې او نارینه ترمنځ مساوات په پام کې نه نیسي. د قاضیانو پریکړې هم توپیري دي چې له امله یې پر محکمې باور نه شي کیدای"

د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې رپورټره وايي د همدې ستونزو له امله افغان ښځې پر قضايي سیستم باور نه شي کولی، هر څه زغمي خو خپل غږ نه شي پورته کولی.

هڅه مو وکړه په دې اړه د افغانستان د سترې محکمې نظر هم ولرو خو له ډیرو هڅو سره سره ونه توانیدو.

له دې وړاندې هم ملګرو ملتونو د افغان ښځو وضعیت ارزولی و، په لومړي ځل د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په ۱۹۹۹ کال کې او بل ځل په ۲۰۰۵ میلادي کال کې، خو اوس چې د ښځو د حقونو د تامین لپاره د ډیرو لاسته راوړنو خبره کیږي ملګري ملتونه وايي د افغان ښځو وضیعت لا هم د اندېښنې وړ دی.

نوي افغان ولسمشر په ټولنه کې د ښځو ونډه کمزورې بللې او د لا ډیرو هڅو او ښځو ته په ټولنه کې د پراخ رول د ورکولو غوښتنه یې کړې.

ورته مطالب