د افغانستان کابینه په ټاکل شوي وخت اعلان نه شوه

د انځور حقوق Reuters

د افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي هغه ۴۵ ورځنی مهلت نن پای ته ورسېد، چې ويلي يې و کابينه به اعلانوي، خو تر اوسه يې هېڅ څرک نه لګېږي.

د اشرف غني او عبدالله عبدالله ډلو ترمنځ د سياسي موافقې د عملي کوونکې کمېټې غړي وايي، نه دي توانېدلي يوې موافقې ته ورسېږي، نو له همدې امله يې دا موضوع دواړو مشرانو ته پرېښې ده.

د دواړو لوريو ترمنځ د کابينې د ځنډ اصلي لامل په مساوي ډول د واک وېش او د کليدي وزارتونو او خپلواکو ادارو تعريف دی.

په اړه عبدالله ستانکزی په خپل رپوټ کې کاږي: د ملي يووالي حکومت د کار ۴۵ ورځې تېرېږي، خو لا هم ولسمشر اشرف غني او اجراييوي مشر عبدالله عبدالله د کابينې په جوړولو او د وزارتونو او خپلواکو ادارو د وېش پر سر وروستۍ موافقې ته نه دي رسېدلي.

هغه لس کسيزه کمېټه چې د دواړو مشرانو ترمنځ د سياسي موافقې د عملي کېدو لپاره جوړه شوې وايي، نه دي توانېدلي د واک د وېش او مهمو پوستونو د تعريف پر سر موافقې ته ورسېږي.

د اشرف غني د ډلې په استازيتوب د دغې کمېټې غړی اسدالله سعادتي وايي، د عبدالله عبدالله ډله غواړي واک په سم نيمايي ډول ووېشل شي، چې په خبره يې د دواړو ډلو ترمنځ له شوې سياسي موافقې سره په ټکر کې ده:"د دوی بحث دا و چې لومړی بايد د دولت ټولې څوکۍ له وزارتونو نېولې تر معينيتونو، سفارتونو او ولايتونو په مساوي ډول ووېشل شي، د هر لوري برخه معلومه شي او وروسته يې بيا د کسانو په اړه بحث وشي او هغه هم هغه لوری معرفي کړي چې وزارت ور رسېدلی. موږ وايو ديو شمېر کليدي وزارتو او ادارو يو کانديد دې ولسمشر او بل دې اجراييوي مشر معرفي کړي. د سياسي موافقې له مخې د پنځوس، پنځوس وېش او د سلنې بحث مطرح نه دی".

ښاغلی سعادتي وايي د دواړو ټيمونو ترمنځ بل مهم توپير د کليدي اقتصادي وزارتونو او مهمو مستقلو ادارو د تعريف پر سر دی:" زموږ له نظره يو وزارت کليدي اقتصادي دی، چې د ماليې وزارت دی. په امنيتي ارګانونو کې اختلاف نه شته، ځکه دوه کليدي وزارتونه لرو. موږ وايو هغه څلور ادارې چې په اساسي قانون کې راغلي او له ولسي جرګې رايه اخلي، هغه بايد کليدي حساب شي، نورې کليدي نه دي. خو د دوی له نظره په اقتصادي برخه کې د لسو وزارتونو په ګډون ۱۳ ادارې کلېدي دي او لس دولس مستقلې ادارې کليدي بولي. موږ وايو ځينې وزارتونه تخصصي دي او د دواړو ټيمونو ترمنځ نه وېشل کېږي، خو دوی وايي دا هم بايد د دواړو خواوو ترمنځ پنځوس، پنځوس ووېشل شي".

عبدالستار مراد چې په لس کسيزه کمېټه کې د عبدالله عبدالله استازيتوب کوي بي بي سي ته په خبرو کې د ځينو اختلافاتو په اړه خبر ورکړ، خو وايي، د کابينې دوه پر درې برخو څوکيو د وېش پر سر موافقه شوې ده:" د کابينې په تقريبآ دوه ثلثه موافقه شوې ده. خو د کانونو، د کليو او پراختيا او د اوبو او برېښنا وزارتونو په څېر مهم پوستونه پاتې دي چې ښايي د ولسمشر او اجراييوي مشر په ليدنه کې هغه هم وروستي شي. د خلکو غوښتنه دا ده چې ټوله کابينه بايد په يو ځل جوړه شي او له همدې امله دا چاره ولسمشر او اجراييوي مشر ته پاتې شوه چې د کابينې د ټولو پوستونو په اړه د نظر تبادله وکړي او کار ختم کړي".

Image caption د دواړو لوريو ترمنځ د کابينې د ځنډ اصلي لامل په مساوي ډول د واک وېش او د کليدي وزارتونو او خپلواکو ادارو تعريف دی

ښاغلی مراد وایي ټاکل شوې کابينه په يوه ځل له وروستۍ پرېکړې وروسته د افغانستان ولسي جرګې ته معرفي شي.

وړاندې تر دې ويل شوي و، چې د څلورو مهمو وزارتونو لپاره دې نوماندان د ډسمبر په لومړۍ اوونۍ کې د لندن له کنفرانس نه وړاندې معرفي شي.

ټاکل شوې ولسمشر اشرف غني او اجراييوي مشر عبدالله عبدالله له يو بل سره وګوري او د کابينې د جوړېدو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.