د نشه یي توکو په تولید کې ۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی

د انځور حقوق AP
Image caption چارواکي وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه د افغان حکومت د لومړیتوبونو په کتار کې دویم یا دریم ځای لري

په افغانستان کې د نشه یي توکو په تولید کې د تېر کال پرتله ۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی، د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد د ملګرو ملتونو د نوي رپوټ له مخې د کوکنارو د کر سیمې هم اوه سلنه زیاتې شوېدي.

زموږ همکار محمود کوچی په خپل رپوټ کې کاږي چې په نژدې راتلونکې کې هم د کوکنارو په کر او تولید کې د کموالي څرک نه شي لګیدای.

په افغانستان کې د کوکنارو کر کېله د هر کال په تېریدو سره زیاتېږي، د دغه هېواد شاوخوا۹۰ سلنه کوکنار په سویلي او لویدیځو ولایتونو کې کرل کېږي او همدغلته یې د تولید لپاره هم زمینې برابرې شوې دي، یوازې په هلمند کې ۴۶ سلنه نشه یي توکي تولیدیږي چې په لومړي کتار کې دی، کندهار، فراه او ننګرهار بیا یو په بل پسې د اپینو ستر تولیدونکي ولایتونه یاد شوي دي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې سرپرست افغان وزیر مبارز راشدي وايي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې د ټینګ هوډ نشتوالی په دغه هېواد کې د نشه يي توکو د کر او تولید لپاره پراخه ډګر پرانیستی او په وینا یې یو شمېر سیمه ییزو چارواکو ته یې د سوداګرۍ لپاره هم زمینه برابره کړې ده:"د دغه نوي رپوټ له مخې د کوکنارو د کر کیلې په له منځه وړلو کې هم ۶۳ سلنه کموالی راغلی، خو افغان چارواکي وايي، د کوکنارو د کروندو د شاړولو لپاره لازمې شونتیاوې نه لري".

ملګري ملتونه وايي، دغه شمېرې نه یوازې د افغانستان لپاره خبرداری دی بلکې سیمې او نړۍ ته هم دغه خبرداری ګواښوونکی دی، د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې مبارزه کې د ملګرو ملتو سیمه ییز استازی اندري اوتیسان په دغه هېواد کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په کار کې د نوې تګلارې د جوړولو غوښتنه وکړه:"موږ پوهېږو چې د دغه زړه بوږنونکی رپوټ د نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره نوې تګلارې ته اړتیا لري. دغه تګلاره باید د نشه یي توکو سره په مبارزه کې د اقتصادي پرمختیا لپاره هم لاره هواره کړي، د قانون پلي کېدل، په کرنیزو چارو کې د پرمختللو وسایلو کارونه او د اقتصادي بنسټونو پیاوړتیا د دغې تګلارې برخې جوړوي."

چارواکي وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه د افغان حکومت د لومړیتوبونو په کتار کې دویم یا دریم ځای لري، په پام کې ده چې د لندن په سرمشریزه کې دغه موضوع د افغانستان پر وړاندې د شته ننګونو لکه د ترهګرۍ او بنسټ پالنې سره د مبارزې په څنګ کې یاده شي.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې هغه مثبت تکی چې راغلی هغه دا دی، چې تېر کال د کوکنارو په مخنیوي کې یو سل او څلویښت سرتیري وژل شوي و، چې سږ کال دغه رقم دیارلس تنو ته راکښته شوی دی.

ورته مطالب