ننګرهار کې پر بهرنيو ځواکونو دوه ځانمرګي بريدونه شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption تر اوسه د تلفاتو په اړه کره جزییات نه دي خپاره شوي

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو پر کار وان برید شوی.

د ننګرهار ولایتي ویاند احمد ضیا عبدالزی په سیمه کې بی بي سي خبریال ته وویل، برید هغه مهال وشو چې یوه ځانمرګي برید کوونکي له چاودیدونکو توکو خپل ډک موټر د بهرنیو ځواکونو له یوه کاروان سره وجنګاوه.

پيښه د پنجشنبې په ورځ د کهیځ شاوخوا ۹:۰۰ بجې د ننګرهار ،رینګ روټ، سیمه کې شوې ده.

ښاغلي عبدالزي دا هم وویل، چې تر اوسه د تلفاتو په اړه کره جزییات نه لري خو په برید کې د بهرنیو ځواکونو یو پوځي موټر له منځه تللی دی.

پر همدې مهال د ننګرهار د پولیسو ویاند حسین مشرقي وال بي بي سي ته د پېښې په سیمه کې وویل، سیمه د بهرنیو ځواکونو له خوا کلا بنده شوې او افغان ځواکونو ته د پېښې ځای ته د ورتلو اجازه نه ده ور کړی شوې په افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو تر اوسه د دغه برید د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي. د ښاغلي عبدالزي په وینا، دویم برید په بهسودو ولسوالۍ کې غرمه مهال رامنځ ته شو.

عبدالزی وايي، په دغه برید کې هم یوه ځانمرګي برید کوونکي د بهرنیو ځواکونو کاروان په نښه کړ چې په ترڅ کې یو ولسي وګړی وژل شوی او بل ټپي دي.

د نوموړي په وینا، په دغه پېښه کې بهرنیو ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

په افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو تر اوسه د دغه بریدونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو ویلي، چې برید د دوی د یوه ملګري له خوا تر سره شوی چې په وینا یې بهرنیوي ځواکونو ته یې درانه تلفات اړولي دي.

د دویم برید پړه هم طالبانو په غاړه اخیستې.

طالبانو ویلي، چې برید د دوی د یوه ملګري له خوا تر سره شوی چې په وینا یې بهرنیوي ځواکونو ته یې درانه تلفات اړولي دي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې نسبتا له نا امنه ولایتونو څخه دی چې په ځینو لرې کلیوالو سیمو او ولسوالیو کې وسله وال طالبان فعالیت لري.

د افغانستان په ختیځ کې دغه ولایت له کاونډي هېواد پاکستان سره ګډه پوله لري چې وسله وال طالبان د پولې په دواړو غاړو کې شته دي.

درې ورځې مخکې ننګرهار کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه درې پولیس وژل شوي وو او يو تن په کې ټپي شوي و.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي بي بي سي ته ویلي و، چاودېدونکي توکي په یو زرنج موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي و.

چارواکو ويلي و، چې د جلال اباد ښار د ختیځ په ۶ کیلومترۍ کې د پولیسو د اکاډیمۍ رینجر موټر په نښه شو.

وسلوالو طالبانو د بريد مسووليت منلی و.

ورته مطالب