افغانستان کې د شکرې ناروغي مخ په ډېرېدو ده

د انځور حقوق b
Image caption په افغانستان کې د شکرې ناروغۍ د کنټرول مرکزونه د ګوتو په شمار دي

نن(نوامبر ۱۴) د شکرې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د شکرې ناروغي په افغانستان کې مخ په ډېرېدو ده.

د اټکل له مخې نږدې یو میلیون کسان په افغانستان کې په شکرې اخته دي.

خو ویل کېږي، چې کېدای شي په شکرۍ د اخته کسانو شمېر له دې زیات وي.

سمیع الله موسی زی په خپل رپوټ کې په دې اړه کاږي، تازه څېړنې ښيي چې په افغانستان کې د مړینې ۳۵ سلنه پېښې د شکرې ناروغۍ له امله رامنځته کېږي.

دغه راز ویل کېږي، چې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې نږدې ۲۰ زره کسان د شکرې ناروغي له امله مړه شوي دي.

د شکرې ناروغۍ د نړیوال فدراسیون د معلوماتو له مخې په افغانستان کې نږدې یو میلیون کسان په شکرې ناروغۍ اخته دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د مخنیوي د څانګې مشر ډاکټر فهیم پیغام وايي، په شکرې ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر زیاتوالی د اندېښنې وړ دی.

په افغانستان کې د شکرې ناروغۍ د کنټرول مرکزونه د ګوتو په شمار دي.

یواځې په کابل، هرات مزار شریف او جلال آباد کې دغه ډول مرکزونه فعالیت لري.

خو د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکي وايي، په پام کې لري چې په پنځو نورو لویو ښارونو کې هم په نږدې راتلونکې کې د شکرې ناروغۍ د کنټرول مرکزونه جوړ کړي.

دغه راز د افغانستان د شکرې ناروغۍ د انجمن چارواکي وايي، دوی د شکرې ناروغۍ څه باندې اویا زره ناروغان ثبت کړي، چې ۵۸ سلنه یې ښځې دي.

د دغه انجمن ارزونې ښيي چې په دغه ډله کې ۵ سلنه ناروغان ماشومان دي.

د انځور حقوق b
Image caption په افغانستان کې د شکرې ناروغۍ د کنټرول مرکزونه د ګوتو په شمار دي

د افغانستان د شکرې ناروغۍ د انجمن غړي ډاکټر حبیب ګل اریوبي وايي، د شکرې ناروغۍ د کنټرول وړ ده او د مخنیوي لپاره یې فزیکي فعالیت او د خوړو څرنګوالی مهم دی.

د نړیوال روغتیايي سازمان د معلوماتو له مخې په نړۍ کې په هرو لسو ثانیو کې دوه تنه په شکرې ناروغۍ اخته کېږي، چې یو تن یې مړ کېږي.

په نړۍ کې شاوخوا درې سوه میلیونه کسان په شکرې ناروغۍ اخته دي او د ناروغانو په دغه شمېر کې هر کال اووه میلیونه زیاتوالی راځي.

ورته مطالب