"د فضل الرحمن څرګندونو ته دې افغان حکومت ځواب ووايي"

Image caption "د فضل الرحمن څرګندونې پاروونکي دي او د افغانستان په کورنیو مسلو کې ښکاره لاسوهنه ده"

ولسي جرګې د پاکستان د جمیعت علمای اسلام د ګوند مشر فضل الرحمن وروستۍ څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه بللې او له افغان حکومته یې غوښتي چې په وړاندې یې غبرګون وښيي.

فضل الرحمن پاکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پرمهال ویلي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون له امله د افغان دولت پرضد وسله واله مبارزه روا ګڼي.

ولسي جرګې په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د پاکستاني سیاستوال مولانا فضل الرحمن دا ډول څرګندونې غندلې او دا یې د افغانستان په چارو کې بربنډه لاس وهنه بللې.

مولانا فضل الرحمن چې ویل کیږي له وسله والو طالبانو سره نژدې اړیکې او پر دغې ډلې یو له اغیزناکو پاکستاني سیاستوالو دی، یو ځل بیا د طالبانو په پلوۍ له جنجاله ډکې څرګندونې کړي.

د ولسي جرګې مرستیال صدیق عثماني وايي د فضل الرحمن دا څرګندونې پاروونکي دي او د افغانستان په کورنیو مسلو کې ښکاره لاسوهنه ده.

نوموړي چې د شنبې ورځې (نومبر ۱۵) د ولسي جرګې د عمومي غونډې مشري کوله له افغان حکومته وغوښتل چې د دغو څرګندونو په وړاندې دې کلک غبرګون وښي.

"زه د ولسي جرګې په استازیتوب د ا فغانستان په اړه د مولانا فضل الرحمن څرګندونې په سختو ټکو غندم. هیله لرم چې افغان حکومت، د علماو شورا او د بهرنیو چارو وزارت به په دې اړه مناسب غبرګون وښیي، که داسې ونه شي نو بیا به موږ دا موضوع په یوه غونډه کې وڅیړو او په اړه به یې پریکړه وکړو"

د ولسي جرګې بل غړي زکریا سودا وايي افغان علماء دې په دې اړه چپه خوله نه پاتې کیږي.

"ایا د فضل الرحمن څرګندونې د افغانستان خپلواکۍ ته زیان نه دی؟ که خپلواکۍ ته زیان رسوي نو د افغانستان ملي شورا ولې د دې په وړاندې چپه خوله ده. هیله لرم چې ملي شورا او په ځانګړي ډول ولسي جرګه باید په دې اړه جدي دریځ ولري. له افغان دیني عالمانو هم غواړم که رښتیا هم دا جګړه مشروع وي نو ودې مني او که مشروع نه وي نو خپل دلیل دې وړاندې کړي"

افغان ولسمشر له فضل الرحمن سره کتلي او هغه یې کابل ته رابللی چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه ورسره له نږدې خبرې وکړي.

فضل الرحمن ویلي دی په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅو ته چمتو دی او په دې برخه کې به له هیڅ ممکنه هلو ځلو په شا نه شي.

پاکستان ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سفر ته د سولې په برخه کې د زیات ارزښت لرونکي سفر په سترګه کتل کیږي.

ورته مطالب