غني د پاکستان سیاسي ګوندونو له مشرانو سره لیدلي

د انځور حقوق b
Image caption ښاغلي غني د ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي، د عوامي ملي ګوند له مشر اسفندیار ولي خان سره لیدنه کړې

محمد اشرف غني پاکستان ته خپل سفر په ترڅ کې نن (نوامبر ۱۵) د پاکستان سیاسي ګوندونو له مشرانو سره ولېدل.

ښاغلي غني د ملي عوامي ګوند له مشر محمود خان اڅکزي، د عوامي ملي ګوند له مشر اسفندیار ولي خان، مېرمن شېربانو رحمان، افتاب احمدخان شېرپاو او د دغه هېواد د یو شمېر نورو ګوندونو له مشرانو سره په اسلام آباد کې وکتل.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼې په خبر پاڼه کې راغلي، چې دغو مشرانو د باور فضا رامنځ ته کېدل یوه اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې د خلکو ترمنځ د اړیکو پراختیا کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور ښه فضا رامنځته کړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې ښاغلي غني د اړیکو په پراختیا کې د ولسونو رول مهم ګڼلی.

همدارنګه ښاغلي غني ویلي، د افغانستان او پاکستان پر وړاندې پراته ګواښونه په یوازیتوب او د یو بل له همکارۍ پرته نه شې حل کېدای.

نوموړي زیاته کړې، د ریښتنې همکارۍ لپاره صداقت ته اړتیا ده.

د انځور حقوق b
Image caption ښاغلي غني د اړیکو په پراختیا کې د ولسونو رول مهم ګڼلی

خبر پاڼه کې راغلي، چې ښاغلي غني د سیمې ییزې همکارۍ پر تړون د کار هیله کړې چې وايي، سیمه ییزې سوکالۍ او ټیکاو په تړاو په سیمه ییزې همکارۍ کې د هېوادونو ونډه څرګنده شي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې نن ( ۱۵ نوامبر ) د دغه هېواد له لومړي وزیر نواز شریف سره په یوه خبري غونډه کې هم برخه اخیستې. په دغه غونډه کې پاکستاني لومړي وزیر محمد نواز شریف ویلي، افغانستان او پاکستان به د تر هکرۍ او سخت دریځۍ پر وړاند په ګډه مبارزه وکړي.

بل لور ته افغان ولسمشر ویلي، چې تېر باید هېر کړو او راتلونکي ته پام وکړو.

نواز شریف د شنبې په ورځ د خبري غونډې په پیل کې وویل، ولسمشر اشرف غني ته په خپل دویم کور پاکستان کې هرکلی وايي.

په دغه غونډه کې، نواز شریف وویل، د افغانستان او پاکستان اړیکي د ارزښت وړ دي او د یوه سوکاله افغانستان لپاره به له افغان دولت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي وویل، له سیاسي او اقتصادي اړخه د یوه بسیا افغانستان په تمه دی. نوموړي سوکاله او ټیکاو لرونکی افغانستان د پاکستان په ګټه وباله او زیاته یې کړه چې افغانستان د بدلون په حال کې دی او د پاکستان ملاتړ ورسره دی.

نواز شریف وویل، د افغانستان او پاکستان امن او سوکالي یو بل پورې تړلي دي.

د انځور حقوق Getty
Image caption افغانستان او پاکستان به د تر هکرۍ او سخت دریځۍ پر وړاند په ګډه مبارزه وکړي

افغان ولسمشر اشرف غني وویل، په افغانستان او پاکستان کې د دیموکراسي د دوام هیله لري او زیاته یې کړه چې موږ باید تېر هېر کړو او راتلونکي ته پام وکړو.

ښاغلي غني د سوداګرۍ اړوند اوسني جوړجاړي ته نغوته وکړه او ویې ویل، چې د ۱۳ کالونو سفر په ۳ ورځو کې تر سره شو.

له دغې خبري غونډې نه مخکې د افغانستان او پاکستان لوړ پوړو چارواکو یوه سوداګریزه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې د دواړو هېوادنو ترمنځ سوداکرۍ دوه برابره شي.

ورته مطالب