نامعلومو وسله والو د پکتیا یو قومي مشر وژلی

د انځور حقوق EUROPEAN PHOTOPRESS AGENCY

د پکتيا مرکز ګرديز اړوند ابراهيم خيلو کلي دوه تنه قومي مشران چې نږدې يوه اوونۍ وړاندې، د نامعلومو وسلوالو له لوري غوښتل شوي وو او له ورتک ورسته یې یرغمل کړي وو،یو یې، چې ملک روزالدين نومیده وژلی او د بل ملګري یې، چې ملک داود نومیږي برخليک لاهم نه دی معلوم.

احسان الله مهجور په خپل رپوټ کې لیکي، د قومي مشرانو د وژنې لړۍ له تېرو څو کلونو راهيسې روانه ده چې تر دې دمه په کې د پکتيا لسګونه قومي مخور وژل شوي دي.

د پکتيا ولایتي شورا غړی الله ميربهرامزی وايي، هغه مشران چې د ده په خبره له حکومت سره لږ ډېر اړيکي لري، له څو کلو نو راهيسې يې د وژلو لړۍ روانه ده.

الله مير تر ډېره بريده د قومي مشرانود وژلو په برخه کې د پړې ګوته د پکتيا امنيتي ځواکونو ته نیسي، او وايي، چې د دوی ساتنه په سم ډول نه کېږي:

" دا څوکاله کېږي چې زموږ قومي مخور وژل کېږي، هغه مشران چې له حکومت سره اړيکي لري او يا همکاري کوي، د سیمې استخباراتي کړۍ يې وژني، په دې برخه کې امنيتي چارواکي پاتې راغلي، موږ يو ځل بیا په دوی غږ کوو چې د قومي مشرانو ژوند ته پاملرنه وکړي"

د پکتيا امنيتي چارواکي د قومي مشرانو د وژلو پېښه مني، خو وايي، چې ياد مشران له دوی سره له مشورې پرته وسلوالو ډلو ته ورغلي وو.

د پکتيا امنيه قوماندان زلمی اورياخيل وايي:

" دغه قومي مشران وسلوالو يوې نامعلومي سیمې ته ورغوښتي وو، چې يو يې ترې وژلی دی، دغه مشران په خپل سر وسلوالوته ورغلي و"

د قومي مشرانو د وژلو ګوته تر ډېره بريده وسلوالو طالبانو ته نيول کېږي، خو طالب وياند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته د ټيليفون له لارې وويل، چې دا قومي مشران دوی نه دي وژلي.

تر اوسه پورې کومې بلې وسلوالې ډلې هم د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د قومي مشرانو د وژلو دا لړۍ له تېرو څه د پاسه لسو کلو راهیسې روانه ده، چې تر دې دمه پکې د پکتيا لسګونه قومي مشران وژل شوي.

ورته مطالب