"پاکستان په افغانستان کې د سولې او ټیکاو ملاتړ کوي"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ښاغلي حسین ویلي، خپله د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د سولې له بهیر نه ملاتړ کوي

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین ویلي، له افغانستان سره نژدې اړیکي او د دواړو خوا وو د باور او درناوي پر بنسټ دوه اړخیزې مرستې د دغه هېواد د بهرني سیاست له لومړیتوبونو څخه دي.

په اسلام اباد کې د پاکستان ولسمشر ښاغلی حسین له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې ویلي، چې پاکستان له ټیکاو لرونکي، بریالي او سوکاله افغانستان نه به خپل بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلی غني د افغانستان امنیتي، دفاعي او اقتصادي لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د دوو ورځو لپاره پاکستان ته سفر کړی.

د پاکستان دولتي خبري اژانس د پاکستان د ولسمشرۍ ماڼې د مطبوعاتو مشر صبا محسن رضا د خبرو پر بنسټ کاږي چې دغه دوه اړخیزې خبرې 'هر اړخیزې او دوستانه' وې.

خبر پاڼه زیاتوي، حسین خپل افغان سیال ته ویلي، چې پاکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر نه تل ملاتړ کړی.

د انځور حقوق AP
Image caption د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په ملګرتیا پرون(نوامبر ۱۴) پاکستان ته په سفر لاړ

نوموړي همدارنګه ترهګري یې د دواړو هېوادونو ګډ دښمن بللی او زیاته کړې یې ده چې افغانستان او پاکستان باید په سیمه کې د ترهګري له منځه وړلو لپاره مرسته وکړي.

ښاغلي غني هم په دغه لیدنه کې له پاکستان سره د امنیتي او دفاعي اړیکو پر پیاوړتیا د افغانستان پر هوډ ټینګار کړی.

د ارګ په خبر پاڼه کې راغلي و، چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ د خپل منځي اړیکو ښه کول په ځانګړي ډول په افغانستان کې د سولې د بهیر په تړاو خبرې به د ښاغل غني او پاکستاني چارواکو د خبرو اصلي موضوع وي.

ټاکل شوې نن(نوامبر ۱۵) افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره د سولې، امنيت او سوداګرۍ پر سر خبرې وکړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په ملګرتیا پرون(نوامبر ۱۴) پاکستان ته په سفر لاړ.

ورته مطالب