د افغانستان په شمال کې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي

Image caption د افغانستان شمالي ولایت تخار له ګاونډي هېواد تاجکستان او کندوز ولایت سره ګډه نښتې سمه ده

د افغانستان د شمالي ولایت تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې د دغې وسله والې ډلې ۱۹طالبان وژل شوي دي.

د تخار والي ویاند سنت الله تیموري بي بي سي ته وویل، تېره ورځ د محلي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو د طالبانو پر پټن ځایونو برید کړی چې په ترڅ کې د دولت دغې وسله والې مخالفې ډلې ۱۹ غړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

تیمور وايي، د ۶ طالبانو مړي په سیمه کې پاتې دي او د ‍۱۳ نورو مړي طالبانو له ځانه سره وړي.

بل خوا طالبانو په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي، د تیرې ورځې په نښته کې د افغان ځواکونو ۱۱ غړي وژلي.

تیموري وايي، د دواړو لوریو په نښته کې یو ماشوم هم وژل شوی او ۴ پولیس ټپیان دي.

د تخار پولیس وايي، په دغه نښته کې د طالبانو څه کم ۶ پاټکونه له منځه تللي.

ښاغلی تیموري وايي، په تېرو ۵ میاشتو کې وسله والو طالبانو پرله پسې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کول دا ځل افغان امنیتي ځواکونو له وسله والو د سیمې د پاکولو په موخه په سیمه کې عملیات پیل کړل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت همدارنګه په خبرپاڼه کې ويلي، دغه نښته تېره ورځ یکشنبه (نوامبر ۱۶) رامنځ ته شوې.

خواجه غار ولسوالۍ په شمال کې له ګاونډي هېواد تاجکستان او د کندوز ولایت له دشت ارچې ولسوالۍ سره نښتې سیمه ده.

وسله وال طالبان په دغو دوو ولسوالیو کې مرکزونه لري او له همدې ځایه د افغانستان شمالي ولایتونو ته نفوذ کوي.

ورته مطالب