فراه کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

د انځور حقوق moi
Image caption فراه د افغانستان لویدیځ ولایت دی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د وسله والو طالبانو د ډلې ۱۰ ګونه کسانو د فراه ولایت په بالا بلوک ولسوالۍ کې د ملي او محلي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي.

په دغه خبر پاڼه کې راغلي، چې نن سهار لسګونه طالبانو د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په کمپنۍ، ګنج اباد او چهار کوچه کلیو باندې بریدونه کړي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې دغو نښتو څو ساعته دوام وکړ په پای کې وسله وال طالبان په شا تمبول شوي دي.

د فراه د پولیسو مشر عبدالرزاق یعقوبي وايي، دغې نښتې د مازدیګر تر څلورو بجو دوام درلود خو ویل کېږي چې نښته لا دوام لري.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغو پېښو کې ۸ طالبان وژل شوي او ۶ نو ر ټپیان دي.

دغه وزارت د یوه ولسي وګړي او یوه پولیس وژنه هم تایید وي او وايي، یو بل تن پولیس ټپي شوی دی.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته مطالب