"افغانان له اقتصاده خوښ، له نا امنیو سر ټکوي"

د اسیا بنسټ له لوري د کرزي حکومت په وروستیو کې تر سره شوې نظر پوښتنه ښيي چې تر ۵۴ سلنې ډېر افغانان راتلونکې ته هیله مند دي او وايي چې هېواد یې پر سم لور روان دی.

د دغه بنسټ موندنې ښيي له دوه په دریمه افغانانو چې مرکې ورسره شوي، هیله مند دي چې د وروستیو ټاکنو پایلې به د دوی پر ژوند مثبتې اغېزې ولري.

د دغې سروې له مخې خلکو نا امني، اداري فساد، بې روزګاري او اقتصادي مسلې خپلې لویې ستونزې په ګوته کړې دي.

د انځور حقوق Asia Foundation

خوشحال تایب په دې اړه په خپل رپوټ کې لیکي چې دغه سروې د ۲۰۱۴ کال په جون او جولای میاشتو کې د افغانستان په څلور دېرش ولایتونو کې شوې او تر نهه زرو ډېرو ښاري او کلیوالو خلکو سره مرکې پکې شوې دي.

که څه هم د راتلونکې په اړه د خلکو خوشبیني دوه سلنه کمه شوې ده خو د اسیا بنسټ سروې دا هم په ګوته کوي چې ۵۴ سلنه خلکو ورته ویلي هېواد یې په سم لور روان دی.

شهیم احمد کابلی د دغې نظر پوښتنې له سمبالونکو دی. ښاغلی کابلی د خلکو د خوشبینی لاملونه داسې بیانوي:

"په ۲۰۱۴ کال کې د خلکو د خوشبینۍ کچه ۵۵ سلنې ته رسېدلې، چې دا د تېر کال په پرتله دوه سلنه ټیټوالی ښيي، خو بیا هم د مرکه کوونکو خوشبیني څرګندوي. له ځواب ورکوونکو مو پوښتنه کړې تاسې څنګه وایی چې افغانستان په سم لور روان دی؟ شپږ دېرش سلنه خلکو له بیا رغونې خوښي څرګنده کړې او یو شمېر خلکو هم د نسبي امنیت او د مالیې په سیستم کې ښه والی په ګوته کړی دی".

د انځور حقوق Asia Foundation

په دغې سروې کې د خلکو عمده ستونزو ته هم پام شوی دی. ۳۷ سلنه مرکه کوونکو بې روزګاري او بد اقتصادي حالت خپلې عمده ستونزې بللې دي، ۳۴ سلنه نورو نا امني ستره ستونزه ګڼلې او ۲۸ سلنه خلکو بیا اداري فساد د ټولنې عمده ستونزه یاده کړې ده.

ښاغلی کابلی وايي په دغې نظر پوښتنې کې له خلکو د شخصي امنیت په اړه هم پوښتنې شوې دي. چې خلک لا هم خپل او د خپلو کورنیو د امنیت په اړه اندېښمن دي:"له ځواب ورکوونکو مو د هغوی د شخصي او کورني امنیت په اړه پوښتلي چې څومره اندېښمن دي؟ موږ یې له ۲۰۰۶ کال را په دیخوا په پرتله ییز ډول ګورو چې څه بدلونونه دي راغلي، او څرګندیږي چې په ۲۰۱۴ کال کې د شخصي امنیت په اړه د خلکو اندېښې ډېرې شوي او ۶۵ سلنې ته رسېدلي دي. چې د ۲۰۱۳ کال په پرتله شپږ سلنه ډېر والی ښيي".

دا په تېرو څو کلونو کې د ایشیا فونډیشن په نوم نړیوال بنسټ له خوا لسمه نظر پوښتنه ده.

پر دغو مسلو سربېره د ښځو د حالت او لسګونو نورو مسایلو په اړه هم پوښتنې شوې دي. ۷۵،۵ سلنه خلکو د مرکزي حکومت له کار کړنو خوښي ښوولې ده.

د انځور حقوق Asia Foundation

خو په دغې سروې کې له قضايي ادارو او ښاروالیانو د خلکو د شکایتونو کچه لوړه ښکاري. تر نیمايي زیاتو مرکه کوونکو ویلي کله چې په روان کال کې عدلي او قضايي ادارو ته ورغلي نو مجبوره شوي چې بډې ، سوغاتونه، او یا هم د هغوی په وینا د عدلي او قضايي کارکوونکو په وړاندې مهرباني وکړي.

د هغو کسانو د شکایتونو او تجربو کچه هم نژدې په همدغې اندازه ده چې ښاروالیانو ته د خپلو کارونو لپاره ورغلي وو. او خلک له سیمه ییزو حکومتي چارواکو چندان خوښ نه دي.

په دغې نظر پوښتنې کې راغلي چې پر رسنیو د خلکو باور ډېر شوی او ۷۳ سلنه خلکو ویلي چې د نورو ادارو او بنسټونو په پرتله پر رسنیو باور لري.

د انځور حقوق Asia Foundation
Image caption په ۲۰۱۴ کال کې ۵۵ سلنه افغانان وايي هېواد یې په سم لور روان دی.

شاوخوا دوه په دریمه افغانانو چې مرکې ورسره سوي ویلي دي، تمه لري چې وروستۍ ټاکنې به د هغوی په ژوند کې مثبت بدلون راولي. او زیاتره کسان یې په دې باور دي چې له مخالفینو سره د افغان حکومت هڅې به په دغه هېواد کې د سولې او ثبات رامنځ ته کېدو لامل شي.

خبرونو او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې هم له خلکو پوښتنې شوې دي چې د ښاري او کلیوالي سیمو ترمنځ ځینې توپیرونه لیدل کیږي. په ښارونو ۹۱ سلنه خلک ټلویزیونونه ګوري، ۴۸ سلنه یې راډیو اوري خو په کلیو کې لا هم ۸۳ سلنه خلک راډیو اوري.

سره له دې چې دغه سروې د مخکني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال شوې او ښايي د هغه له حکومته د خلکو تمې ښيي، خو لېرې نه ده چې مرکه کوونکي د ملي وحدت له حکومت هم ورته غوښتنې ولري.

ورته مطالب