فراه کې د ماشومانو د اصلاح مرکز جوړیږي

په لویدیځ ولایت فراه کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې د لومړني مرکز بنسټ ډبره کېښودل شوه.

پدې مرکز کې به تر ۱۸ کالو ټیټ عمره هغه ماشومان ساتل کېږي چې په جرایمو لاس پورې کوي او د قانون له مخې زندان ته نه لېږدول کېږی.

د هغو ماشومانو د ساتنې او روزنې لپاره چې تر ۱۸ کالو ټیټ عمر لري او د مختلفو جرایمو په تور نیول کېږي، ځانګړې ودانۍ په کار وي.

دا هغه څه دي، چې تراوسه په لویدیځ ولایت فراه کې نه ووږ خو اوس یې تازه د بنسټ ډبره اېښودل شوې.

د فراه د سرپرست والي ویاند جاوید افغان وایي، چې پدې مرکز کې به سل ماشومان ساتل کېږي.

نوموړی وایي:"د اصلاح مرکز د هغو ماشومانو لپاره دی، چې د حجز دوره تېروي، هغه ماشومان چې تر ۱۸ کاله ټیټ عمر لري او د ناوړه کړنو په تور نیول شوي وي هغو ته موږ قید نه وایو بلکې حجز وایو. دا ډول شا او خوا سل ماشومان به پدې مرکز کې ساتل کېږي".

دا پروژه به په ۱۸ میاشتو کې بشپړه شي او مالي لګښت یې د عدلیې وزارت لخوا ور کول کېږي.

له کرایي خونو تر معیاري ودانۍ

د فراه سیمه ییز چارواکي وایي، چې تر دې وړاندې به ماشومانو د حجز دوره په کرایي کورونو او نامناسبو ځایونو کې تېروله خو د ماشومانو د اصلاح او روزنې دا نوې دوه پوړیزه ودانۍ به د اړینو امکاناتو درلودلو ترڅنګ ښونیز پروګرامونه هم لري.

جاوید افغان زیاتوي:"موږ مخکې د دې توان نه درلود، چې دغو ماشومانو ته ښه ښونیز پروګرامونه چمتو کړو خو پدې نوي مرکز کې به موږ دا امکانات ولرو، چې ماشومان وروزو، او ښه ښونیز پروګرامونه ورته په پام کې ونیسو"

په فراه کې د ماشومانو لپاره د اصلاح او روزنې د مرکز جوړېدل ښه اقدام ګڼل کېږي خو داسې فکر کېږي، چې پر دې بسنه به د هغو ټولنیزو ستونزو کچه راټیټه نه کړي، چې له کبله یې ځینې ماشومان ناقانونه کړنې کوي.

چارواکي دې ته ورته د نورو ودانیو د جوړېدو پر اړتیا ټینګار کوي.

مصئونیت او روزنه

په ټول افغانستان کې اوس مهال په لسګونه زره ماشومان د کورنیو د اقتصادي ستونزو له کبله دې ته اړایستل کېږي، چې د سړکونو په غاړه یا کوڅو کې درانه او شاقه کارونه وکړي.

د دې ترڅنګ د ماشامونو د قاچاق او یا له دوی نه ناوړه ګټه اخیستنه اوس د افغانستان د دولت پر وړاندې یوه ستره ننګونه ګڼل کېږی.

له همدې کبله د بشري حقونو ملاتړي تل د ماشومانو د خوندیتوب او د دوی د سمې روزنې لپاره د منظمو پلانونو د جوړولو پر اړتیا ټینګار کوي.

ورته مطالب