عزیز: پر طالبانو مې خبرې ناسمې نقل شوي

Image caption نوموړي ډاډ ورکړی چې پاکستان له افغانستان سره د ګډو ننګونو پر وړاندې د مبارزې پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره په تیلیفوني خبرو کې ویلي بي بي سي اردو سره د طالبانو په اړه د ده خبرې په ناسم ډول نقل شوې دي.

ښاغلي عزیز ویلي ده تاریخي شالید ته په کتو د طالبانو په اړه څرګندونې کړې وې.

نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په خپله ژمنتیا ولاړ دی.

ښاغلي عزیز زیاته کړه د ضرب عضب په نامه د پاکستان په روانو پوځي عملیاتو کې ټول ترهګر پرته له کوم تبعیض یا توپیر په نښه کېږي.

ده د افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف تر منځ د تېرې اوونۍ د هغه تفاهم یادونه هم وکړه چې له مخې به یې دواړه هېوادونه خپله خاوره د یو او بل پر ضد نه کاروي.

نوموړي ډاډ ورکړی چې پاکستان له افغانستان سره د ګډو ننګونو پر وړاندې د مبارزې پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

د پاکستان د امنیت سلاکار همدا راز وویل دوی به له افغانستان سره په دې برخه کې د دواړو هېوادونو د مشرانو لیدلوري ته پام سره د پرمختګ او د اوږدمهاله ملګرتیا لپاره کار وکړي.

یاده دې وي چې د نومبر پر ۱۷ بي بي سي اردو د نوموړي له قوله لیکلي وو چې پاکستان ولې هغه سخت دریځې په نښه کړي چې د پاکستان امنیت ته ګواښ نه متوجه کوي؟

ده په خپله مرکه کې ویلي وو: "حتمي نه ده چې د امریکا هر دښمن دې زموږ هم دښمن وي".

د حقاني شبکې په اړه ښاغلي عزیز ویلي و:

"کله چې امریکا پر افغانستان برید وکړ نو هغه ټول خلک چې موږ په وسلو سمبال کړي وو او روزنه مو ورته ورکړې وه بېرته موږ ته وشړل شول. له دغو خلکو ځینې یې موږ ته ګواښ جوړوي او ځینې نور موږ ته هېڅ ګواښ نه متوجه کوي نو موږ ټول ولې په نښه کړو؟"

سرتاج عزیز ویلي وو: "افغان طالبان د افغانستان مسله ده او د حقاني شبکه هم د دوی یوه برخه ده. دا د افغان حکومت کار دی چې له دوی سره خبرې اترې وکړي".

ده همدا راز ویلي وو: "موږ به هڅه وکړو چې افغان طالبان خبرو ته تشویق کړو خو له طالبانو سره چې موږ په ۹۰ لسیزه کې کوم ډول اړیکې درلودې هغه اوس نه شته".