کابل ختيځ کې د بهرنيانو پر يوه مرکز بريد شوى

د انځور حقوق .

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې هغه مرکز ته نژدې چاودنه شوې ده چې بهرنيان يې کاروي. پوليس وايي تيرماسخوتن وسله والو طالبانو د ښار ختيځ کې لومړى موټر بم وچوه چې ترې لږ وروسته د وسلو ډزې پيل شوي.

د افغانستان د کورنيو چارو مرستيال وزيرايوب سالنگي وويل له افغان امنيتي پوځيانو سره په نښته کې څلور سره بريد کوونکي ووژل شول.

دغه سيمه د گرين ويليچ په نامه يادېږي چې افغان او بهرني امنيتي کسان يې امنيت ساتي او په کلکه ساتل کېږي.

ناټو ويلي دي چې له بريده خبره ده خو په اړه يې نور جزييات نه دي ورکړي.

بريد د کابل په وخت د شپې پر اته نيمو بجو وشو او ولسي خلکو ته په کې مرگ ژوبله نه ده اوښتې.

زموږ همکار محمود کوچى وايي له بريده يو ساعت وروسته د ډزوغږونه اورېدل کېدل او د ښار په ځينو برخو کې امنيتي تدبيرونه ډېرشوي دي.

دگرين ويليچ پر سيمې د تېر کال د اکټوبر په مياشت کې هم بريد وشو چې دوه لارويان په کې ووژل شول.

دا په تېرو دوو ورځو کې دويم بريد دى چې کابل کې د بهرنيانو پر مرکزونو کېږي.

د يکشنبې په ورځ د هارت په نامه د امنيتي چارو پر يوه شرکت بريد وشواو طالبانو يې مسووليت پر غاړه واخيست. په دغه بريد کې د شرکت دوه افغان ساتونکي او خپله بريد کوونکى ووژل شول.

وروستيومياشتو کې د حکومت مخالفه وسله والو بريدونه ډېرشوي دي

ورته مطالب