امريکا د ۲۰۱۵ کال لپاره افغانستان کې خپل جګړه ييز رول "پراخوي"

د انځور حقوق Reuters
Image caption په افغانستان کې به پراته امريکايي ځواکونه د روان ۲۰۱۴ له پای ته رسېدو سره ۹۸۰۰ ته ټيټېږي

امريکايي چارواکي وايي په افغانستان کې به يې ځواکونه د دې اجازه ولري، چې په ۲۰۱۵ کال کې طالب اورپکي په نښه کړي، رول به يې ورسره د لويو جګړه ييزو عملياتو له پای ته رسېدو وروسته لا پراخ وي.

د امريکا رسنيو په وينا دغه لارښونې چې ولسمشر باراک اوباما منلې افغان ماموريتونو ته به هم هوايي ملاتړ برابروي.

په دغه هېواد کې به پراته امريکايي ځواکونه د روان ۲۰۱۴ له پای ته رسېدو سره ۹۸۰۰ ته ټيټېږي.

وړاندې پلانونو د پاتې کېدونکو امريکايانو رول د افغان ځواکونو روزنې او هم د القاعدې پاتې شونو پروړاندې عمل ته لنډ کړی و.

يو امريکايي چارواکي چې نوم يې نه دی ياد شوی، رسنيو ته ويلي د هېواد پوځ به يې اوس که طالب اورپکو "امريکا او نړيوالو ائتلافي ځواکونه په مخامخ ډول ګواښل" او يا یې هم د "القاعدې لپاره مخامخ ملاتړ" برابراوه، پر وړاندې يې د مخامخ جګړې اجازه ولري.

د امريکا اسوشيېټېډ پرېس خبري اېجنسۍ او نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي د دغو بدلونونو پرېکړه د ولسمشر اوباما له لوري په تېرو څو اوونيو کې په ارام ډول شوې ده.

کور ته ستنېدا

د انځور حقوق AFP
Image caption افغان حکومت په تېر سپتمر کې دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک کړ

د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ نوي افغان حکومت په تېر سپتمر کې دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک کړ، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم امريکايي ځواکونو ته د پاتې کېدو لار پرانيزي.

د يو بېل تړون له مخې به د جرمني، ترکيې او ايټاليا په ګډون د ناټو غړي هېوادونه هم د ۱۲۰۰۰ په شمېر سرتېرو سره په دغو ځواکونو کې ونډه لري، چې افغان امنيتی ځواکونو ته به روزنه او هم ورسره پوځي مرسته کوي.

د امريکايي ځواکونو شمېر به بيا د پلان له مخې د ۲۰۱۵ کال تر پايه نيمېږي.

ناټو چې د ۲۰۱۴ پيل کې يې په افغانستان کې ۵۰ زره سرتېري لرل، چې ډېر يې امريکايان وو، په پرله پسې ډول یې ايستلي، او واک یې ځايي افغان ځواکونو ته سپارلی دی.

ولسمشر غني په سپتمبر کې د افغانستان ولسمشر په توګه لوړه وکړه، او په دغه هېواد کې يې د واک لومړي ډيموکراتيک لېږد کې د حامد کرزي ځای ونيو.

ښاغلي کرزي له امريکا سره د دوه اړخيز امنيتي تړون له لاسليکولو ډډه کوله، تر يوې اندازې دې امله چې امريکا له محاکمې د خپلو ځواکونو خونديتابه غوښتنه کوله.