غني د ولسي جرګې له خوا د امنیتي تړون د تایید هرکلی وکړ

Image caption ټاکل شوې وه ولسي استازي پر دغو تړونونو د چارشنبې پر ورځ بحث وکړي

د افغانستان ولسي جرګې په يوه فوق العاده علني غونډه کې د کابل - واشنګټن تر منځ امنيتي تړون او د افغانستان او ناټو ترمنځ موافقه د رايو په اکثريت تاييد کړه.

افغان ولسمشر اشرف غني د ولسي جرګې له لوري له امريکا او ناټو سره د امنيتي همکاريو د تړونونو د تاييدولو هرکلی وکړ. د ولسمشرۍ د خبرپاڼې پر بنسټ ولسمشر غني له مشرانو جرګې د ورته ګام پورته کولو غوښتنه کړې.

ټاکل شوې وه ولسي استازي پر دغو تړونونو د چارشنبې پر ورځ بحث وکړي، خو تېره ورځ پرېکړه وشوه، چې دغه موضوع به د يکشنبې(نوامبر ۲۳) د اجنډا د سر سر موضوع وي.

په ولسي جرګه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون پر خلاف يوازې څلورو کسانو او له ناټو سره د موافقې په مخالفت کې يوازې پنځو کسانو سره کارتونه پورته کړل.

د افغانستان د نوي ولسمشر د لوړې پر دویمه ورځ، نوي حکومت په کابل کې له امریکا او ناټو سره دوه امنیتي تړونونه لاسلیک کړل.

د دغو تړونونو د لاسلیک مراسمو ته د افغانستان د کابینې غړي، نور افغان چارواکي او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ورغلي وو.

د امریکا او افغانستان ترمنځ دغه امنیتي تړون د افغان ولسمشر د امنیتي سلاکار محمد حنیف اتمر او کابل کې د امریکا د سفیر جیمز کننګهم ترمنځ په ارګ کې د (سپتمبر ۳۰) لاسلیک شو.

د دې تړون په اړه اشرف غني د ګاونډیو هېوادونو هغه اندېښنې بې ځایه بللې وې، چې د دغه تړون د لاسلیکېدا په اړه یې لرلې.

اشرف غني ویلي و، له امریکا او ناټو سره د دغو امنیتي تړونونو هر ټکی د حامد کرزي له خوا په ډېر دقت سره کتل شوی دی.

نوموړي همدارنګه ویلي و: ''له دې تړون نه زموږ ګاونډیانو ته هېڅ خطر نه شته، باید دوی د هېڅ خطر احساس ونه کړي، ځکه دا تړون یوازې او یوازې د افغانستان د ثبات او ښېګڼې لپاره دی، نړیوال به د هغه څه په دفع کې له موږ سره همکاري کوي، چې موږ او نړۍ ته ګواښ وي.''

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه امنیتي تړون د افغان ولسمشر د امنیتي سلاکار محمد حنیف اتمر او کابل کې د امریکا د سفیر جیمز کننګهم ترمنځ په ارګ کې د (سپتمبر ۳۰) لاسلیک شو

ولسمشر غني ويلي و، که چېرې زموږ خاوره له جدي خطر سره مخامخ شوه، موږ خاصه غوښتنه کولی شو، چې باید د دوو دولتونو او ناټو له لوري ډېره توجه ورته وشي.

د دغو دوو هوکړه لیکونو پر بنسټ په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو جګړه ییزې چارې روان میلادي کال کې پای ته رسېږي، خو د دوی چارې به له افغان ځواکونو نه د ملاتړ او زدکړې په برخه کې دوام ولري.

د کابل او واشنګتن ترمنځ هوکړه کې راغلي چې امریکا به د ۲۰۱۴ کال نه وروسته په افغانستان کې ۹۸۰۰ سرتیري پریږدي او له ناټو سره د هوکړه لیک پر بنسټ له ۴۰۰۰ نه تر ۵۰۰۰ د ناټو سرتیري به په افغانستان کې پاتې شي.

د کابل - واشنګټن تر منځ امنيتي تړون له دوو کالو راهیسې د افغان او مریکايي چارواکو ترمنځ تر څېړنې لاندې و، خو د افغانستان پخواني ولسمشر د خپل کاري وخت تر وروستۍ نېټې د دغه هوکړه لیک له لاسلیک نه ډډه وکړه.

ورته مطالب