اکسفام: افغان مېرمنې د سولې خبرو له بهیره بې برخې دي

د انځور حقوق b
Image caption د افغانستان په وروستیو ټاکنو کې ۳۸ سلنه مېرمنو ګډون کړی وو

د اکسفام نړیواله اداره وايي، افغان مېرمنې د افغانستان د سولې خبرو له بهیره محرومې دي.

دغه بنسټ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ په خبرو کې هیڅ مېرمنې ونډه نه درلوده. او یواځې دوه مېرمنې هغه هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو کې شاملې وې.

د اکسفام نړیواله اداره غواړي چې وروسته تر دې په ورته خبرو کې ښځو ته ونډه ورکول شي. پرته له هغه به په دغه هېواد کې دوامداره سوله نه وي، دغه راپور د تړلو دروازو تر شا تر عنوان لاندې جوړ شوی دی.

په دغه راپور کې په تېرو نهو کلونو کې د افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ ۲۳ ځله خبرو ته کتنه شوې، چې د دغه بنسټ په وینا د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ په خبرو کې هیڅ مېرمنې ونډه نه درلوده او یواځې دوه مېرمنې هغه هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو کې شاملې وې.

د دغه بنسټ یو چارواکی اکرم ذکي وايي، دغه راپور له ۴۲ بهرنیو دیپلوماتانو، افغان چارواکو، هغو طالبانو چې د سولې له بهیر سره یو ځای شوي او د مدني ټولنې له غړو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی دی.

ذکي وايي:" دلته دوه مسلې په پام کې نیول شوي دي، یو دا چې ښځې باید په خبرو کې ونډه واخلي. او بله مهمه موضوع هغه لاس ته راوړنې او آزادۍ چې ښځو په تېرو دیارلسو کلونو کې ترلاسه کړي د سولې په دغو خبرو کې قرباني نه شي".

په دغه راپور کې د خبرو جزییات، د مرکچیانو او د هغو پایلو ته کومه اشاره نه شوې. اوس اکسفام له افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او طالبانو غواړي چې ښځو ته په خبرو کې د ونډې اجازه ورکړي.

د دغې ادارې مشر جان وات وايي، د ښځو راتلونکی برخلیک د تړلو دروازو تر شا باید ونه ټاکل شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دوی له افغان حکومته غوښتي چې خبرو کې دېرش سلنه ونډه او واک ښځو ته ورکړي

اکسفام خبر داری ورکوي، که دغه توکمیز چلند لېرې نه شي په افغانستان کې به سوله دوامداره نه وي او د تېرو دیارلسو کلونو پرمختګونه به زیانمن شي.

د دغې ادارې چارواکو په خبرو کې ښکېلو خواوو ته ځینې وړاندیزونه کړي دي. دوی له افغان حکومته غوښتي چې خبرو کې دېرش سلنه ونډه او واک ښځو ته ورکړي او هر کال د ښځو او سولې بهیر د پرمختګ په اړه راپورونه خپاره کړي.

د دغه راپور جوړونکو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره د سولې په خبرو کې د ښځو ونډو معلومه کړي.

ښاغلی ذکي وايي، په دغه راپور کې له طالبانو غوښتل شوي چې په خبرو کې ښځو ته هم ونډه ورکړي.

دغه بنسټ وايي، د ښځو په چارو کې له ماتېدونکي پرمختګونو سره سره لا هم ګڼې ستونزې پر ځای پاتې دي، چې د بېلګې په توګه د ښځو حقونو تر پښو لاندې کېدل، په بدو کې ورکول او جبري ودونه یادوي.

آکسفام له افغانستان سره له مرستندویه هېوادونو غواړي چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دغه هېواد هېر نه کړي.

ورته مطالب