پکتیکا کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۵۰ ته لوړ شو

د انځور حقوق ARG
Image caption د افغانستان ولسمشر د دغه برید د ټپیانو او د قربانیانو د کورنیود لیدو لپاره کابل کې روغتون ته ورغلی و

د افغانستان په سویل ختیځ ولایت پکتیکا کې په یوه ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۵۰ واوښت.

دغه ځانمرګی برید چې پرون مازدیکر ۴:۳۰ بجې (نوامبر ۲۳) وشو ۶۵ کسان یې ټپیان کړي دي.

ویل کېږي د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی چې ځینو نورو ولایتونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني په سختو ټکو د دغه برید غندنه کړې ده.

برید د واليبال د هغې لوبې پرمهال شوی، چې د دریو ولسوالیو ګڼ شمېر خلک ورته ورټول شوي وو.

عیني شاهدانو ویلي، بریدګر پلی وو او کله چې د ننداره چیانو مینځ ته ورسېد نو په ځان پورې تړلي چاویدونکي توکي یې وچول.

په سیمه کې زموږ همکار احسان الله مهجور وايي، د یحیی خیلو ولسوالۍ په پړاو کلي کې د دریو ولسوالیو یوسف خیلو، خیرکوټ او یحیی خیلو د والیبال د لوبډلو ترمنځ سیالي پای ته رسیدلې وه او پر لوبغاړو ډالۍ ویشل کېدې چې ځانمرګی برید وشو.

تراوسه د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو ډېر ځله د دغه ډول بریدونو د پړې ګوته وسله والو طالبانو ته نیول کېږي.

نړیوال غبرګون

د افغانستان لپاره د اروپاي ټولنې سفیر او ځانګړی استازی فرانز میلیبن ویلي:"په پکتیکا کې د ولسي وګړو ډله ییزې وژنې هک حیران کړم ".

په افغانستان کې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو یا ایساف مشر هم دغه پېښه غندلې او وايي، دغه برید چې د والیبال لوبې د بې ګناه ننداره کوونکو د وژنې لامل شو د غندنې دی.

د دغو ځواکونو مشر جنرال جان کمبل په یوه خبرپاڼه کې چې رسنیو ته یې استولې ویلي:٬"په افغانستان کې د سولې او پرمختګ د دښمنانو دغه له تاوتریخوالي ډکې کړنې د دې څرګندونه کوي چې د خلکو ژوند دوی ته څومره بې ارزښته دی".

په کابل کې د امریکا سفارت په خپل ټوییټر پاڼه کې لیکلي:"دغه وحشیانه برید چې ولسي وګړي یې په نښه کړي دي غندوو".

د پاکستان حکومت دغه برید 'ترهګریز' عمل بللی او په سختو ټکو یې غندلی دی.

په کابل کې د بریتانیا سفیر هم دغه برید غندلی او دا یې یو ویرونکی برید بللی. ریچاردستګ د دغې پېښې په غبرګون کې پر خپلې ټوییټر پاڼې لیکلي، دغه غیر انساني کړنه چا ته څه په لاس نه ور کوي.

د کانادا حکومت هم دغه پېښه غندلې.

د انځور حقوق EPA

په هغه خبر پاڼه کې چې د کاناډا سفارت له خوا په کابل کې خپره شوې د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر جان بیرد له قوله پکې راغلي:"دغه دردونکی برید په ښکاره دا څرګندوي چې موخه یې بې ګناه وګړي وو ، دوی د ورزشي لوبې د لیدو لپاره را غونډ شوي وو، د افغانستان ولسي وګړي هم د سخت دریځو زیانمنونکې کړنې زغمي".

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کاناډا دولت به د، ترهګرۍ، پر وړاندې د افغانستان دولت تر څنګ ولاړ وي.

پکتیکا د افغانستان یو له وروسته پاتې ولایتونو دی چې خلک یې پر امنیتي پېښو او ستونزو سربیره له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ دي.

په دغه لوی ولایت کې روغتیايي او د زده کړو اسانتیاوې هم کمې تر سترګو کېږي.

ورته مطالب