د لاجوردو لاره افغانستان تر کومه رسولی شي؟

Image caption ه دغه پلان عملي شي افغانستان به دایران پر چا بهار بندر سربېره په پاکستان کې د اوبو نورو نویو بندرونو ته لار ومومي

افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی او غواړي چې اوبو ته لار ومومي.دغه لار دافغانستان دشمالي ګاونډیو هېوادونو څخه تېریږي، هغوی چې پخوا ېې دافغانستان سره په اړیکو کې لوړې ژوري لرلې.

دغه نوي لارې ته دلاجوردو نوم ورکړل شوی، په پام کې ده دغه لار له ترکمنستان، ازربایجان او ګورجستان څخه تر تورې بحیرې او د ترکې نه په تېریدو افغانستان له ازادو دو اوبو سره ونښلوي.

افغانان باور لري، چې دوه زره کاله پخوا لا افغان سوداګرو هغه لار کاروله چې شل پېړۍ وروسته ېې د بیا ځلې کارولو هوډ لري.

پر همدې لارې به دبد خشان لاجورد د منځنۍ اسیا او اروپا یو شمېر هېوادونو ته وړل کیده اوس افغان چار واکي بیا په دې لټه کې دي،چې پخوانۍ لار بېرته دسوداګرۍ لپاره وکاروي، نو ځکه ېې ورته دلاجوردو دلارې نوم غوره کړی.

دلاجوردو لار دافغانستان له تور غونډۍ پیلېږي او دترکمنستان هېواد د ترکمن باشي بندر ته رسیږي. وروسته دازربایجان دباکو له ښاره تر تېریدو وروسته ،دګرجستان دتفلیس سره نښلي او له هغه ځایه به دترکیې قارس ته رسیږي .

له قارس وروسته به استنبول او بیا به دغه لار د ازادو اوبو سره یو ځای شي.

دافغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې داقتصادي همکاریو دڅانګې مشر وحید ویسي دخپل هېواد لپاره د دغې لار ې پر ځانګړنو غږیږي:

"دهغو څېړنو له مخې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له لوري ترسره شوي، څرګندیږي چې دغه لار لنډه اسانه اوخوندي لاره ده، ځکه له افغانستانه تر تر کمن باشي بندر پوري د موټرو او اوسپنې لیکې شته دي.له باکو نه دتفلس او قارس پر لور او بیا تر استانبوله هم سړک او هم د ریل ګاډي پټلۍ شته دی".

ښاغلی ویسي وايي، له یوې بلې سره د شته لارو د يوځای کېدو لویه اړتیا شته، چې د وړلو راوړلو یو تګلوری مالوم شي.

نوموړی وايي، د هغو هېوادونو ګمرکونه چې د لارې په اږدو کې پراته دي، سره همغږي شي، یوه پیژند پاڼه یا تعرفه جوړه کړي او دلارې په اږدو کې شته امنیتي خنډونه را کم کړي.

خو اوس اصلي پوښتنه داده چې دکاغذ پر مخ د دغه پلان تر سره کېدل د افغانستان لپاره څه خیر راوړلی شي.

ښاغلی ویسي ېې اقتصادي ګټې یو پر پسې شماري:"دا لار لنډه ده ،که موږ له کراچۍ نه خپل مالونه راوړو نو تر جلا ل اباده ۱۶۰۰ کیلومتره لار ده،خو دیارلس څوارلس ورځې په کار دي چې مالونه اروپا ته ورسیږي، چې په یوه لارۍ پنځه یا پنځه نیم زره ډالر لګیږي".

"که وغواړو دقزاقستان له لارې ېې ولیږو نو لار ۶۲۰۰ کیلومتره ده او پر یوه لارۍ ۴۲۰۰ او یا ۴۵۰۰ډالر مصرف راځي، خو که دتور غونډۍ نه یوه لارۍ بار کړو ترکیې ته ېې یوسو او بیا ېې اروپا ته ورسوو لار به ۲۲۰۰ کلومتره وي او لګښت به پرې ۳۲۰۰ او یا ۳۵۰۰ ډالر راشي".

Image caption دغه نوي لارې ته دلاجوردو نوم ورکړل شوی، په پام کې ده دغه لار له ترکمنستان، ازربایجان او ګورجستان څخه تر تورې بحیرې او د ترکې نه په تېریدو افغانستان له ازادو دو اوبو سره ونښلوي

دافغان چارواکو د هیله مندۍ سره سره یو شمۍر کار پوهان وايي،فني ستونزو او سره ویشلو نظرونو ته په پام سره داوسپنې هغه لیکه چې ایران ،پاکستان او دمنځنۍ اسیا له هۍوادونو افغانستان ته راځي ،د دغه پلان دپلي کېدو پر وړاندې یوه ننګونه ده.

دکابل پوهنتون استاد اسد الله زاییري په همدې اړه غږیږي وايي:

"زما په نظر دا سم کار نه دی،ځکه هغه هېوادونه چې له دغې لارې ګټه اخلي. دمالونو دوړلو او په حقیقت کې پکې داقتصادې ښیرازۍ لپاره اسانتیاوې نه شته.افغانستان خپله داوسپنې لیکه نه لري او تر ې لیرې دی، ورسره وصل شوی لا نه دی. ښايي دغه پلان عملي شي خو افغانستان ېې په اوس وخت کې دجوړولو توان نه لري."

د دغو ټولو اندېښنو سره سره تمه کېږي، دمتحده عربي اماراتو د ۲۰۰ میلیون ډالرو مرسته چې د افغانستان په دننه کې دپنځه بندرونو جوړول او دسیمې دهېوادونو تر منځ کډه مرسته به د دغه پلان ژر پلي کېدو ته لار هواره کړي.

دا هیلې هم له پامه نه شي لویدي چې د افغانستان دلویو لارو په جوړولو کې دچین او هند په څېر دسیمه ییز لو بغاړي مرسته، به د دې هېواد داقتصاد دغوړیدو لامل شي او د افغانستان او منځنۍ اسیا دهېوادونو اقتصادي او سوداګریزو چارو ته به پراختیا ورکړي.

که دغه پلان عملي شي افغانستان به دایران پر چا بهار بندر سربېره په پاکستان کې د اوبو نورو نویو بندرونو ته لار ومومي.

ورته مطالب