"مرستندویان باید د حقونو لاسته راوړنې خوندي کړي"

Image caption "بهرني مرستندویان باید افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د لاسته راوړنو د خونديتوب لپاره اوس ګام پورته کړي".

د بشري حقونو د څار ډلې ویلي چې بهرني مرستندویان باید د لندن په کنفرانس کې پر نوي افغان حکومت د بشري حقونو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره فشار راوړي.

دغې ډلې په دې تړاو تر لسو ډېرو د مرستندویه هېوادونو استازو ته لیکونه لېږلي دي.

د ګڼو هېوادونو استازي به د دسمبر له درېمي تر څلورمې د افغانستان لپاره د لندن په کنفرانس کې سره را غونډېږي چې له دغه هېواد سره خپلې بشري او امنیتي ژمنې بیا تازه کړي.

د بشري حقونو د څار ډلې د اسیا څانګې مرستیال مشر فېلیم کیني وویل:

"بهرني مرستندویان باید افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د لاسته راوړنو د خونديتوب لپاره اوس ګام پورته کړي".

"مرستندویان باید دا واضحه کړي چې له افغانستان سره د دوی مرستې د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د افغان حکومت له ژمنو سره تړلې دي".

نوموړې ډلې همدا راز ویلي مرستندویان باید له افغان حکومته غوښتنه وکړي چې د افغان امنیتي ځواکونو په لاس د شکنجو د مخنیوي لپاره او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د پیاوړي کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

په اغېزمن ډول د بشري حقونو د پرمختګونو د څار لپاره باید مرستندویان په ګډه د څار او راپور ورکونې یو میکانیزم جوړ کړي چې د سرغړاویو، بندیانو سره د چلند، د ښځو او ماشومانو د حقونو، فساد او د رسنیو د خپلواکۍ په ګډون د بشري حقونو ټولې برخې و ارزوي.

د سپتمبر پر ۲۹مه نېټه د نوي افغان حکومت له پیل راهیسې او د ۲۰۱۴ کال په پای کې د اکثره بهرنیو ځواکونو وتلو ته په پام سره داسې اندېښنې پیدا شوي چې ښايي مرستندویان له افغانستان سره خپلې ژمنې کمې کړي، په دې اساس چې ګواکې هېواد کې مهم، امنیتي هدف تر لاسه شوی دی.

د بشري حقونو د څار ډلې له مرستندویانو وغوښتل چې د یوه باثباته او سوکاله افغانستان لپاره د بشري حقونو خوندیتوب په برخه کې هڅې وکړي.

په تېره لسیزه کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د لاسته راوړنو د دفاع لپاره پر نوي افغان حکومت فشار او دوامدارې نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ده.

ښاغلي کیني وویل:

"مرستندویان باید د لندن په کنفرانس کې پر نوي افغان حکومت فشار راوړي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي، د امنیتي ځواکونو د معافیت او د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون د ډاډمن راتلونکي لپاره لا پیاوړي ګامونه پورته کړي."

"راتلونکې اوونۍ او میاشتې افغانستان کې د بشري حقونو او د هېواد د راتلونکي لپاره ډېرې مهمې دي".