کابل کې د بریتانیا سفارت پر یوه موټر ځانمرګی برید شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption د بریتانیا سفارت منلې، ده چې کابل کې یې یو موټر په نښه شوی.

د کابل پولیس وايي، د پلازمېنې په ختیځ کې د کابل - جلال اباد پر سړک د بریتانیا سفارت یو موټر په نښه شوی دی.

د بریتانیا سفارت یوه ویاند بي بي سي ته ویلي: ''د بریتانیا د سفارت پر یوه موټر چاودنه وې ده چې یوشمېر کسان پکې ټپیان شوي دي.''

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، ځانمرګی برید د یوه موټر په مټ د کابل ولایت نهمې امنیتې حوزې په قلعه وزیر کې د کابل- جلال اباد پر سړک شوی، چې د یوه بهرني په ګډون پنځه کسان پکې وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

د کابل ښار د روغتونونو مسؤول کبیر امیري ویلي، په دې پېښه کې لږترلږه پنځه کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي، چې روغتونونو ته لېږدول شوي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي هم ویلي، په وژل شویو کې یو بریتانوی او نور ولسي وګړي دي.

په ټپیانو کې پنځه ماشومان دي.

ددغه ځانمرګي برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

د کابل – جلال اباد لویه لار د کابل ښار له نسبتاً نا امنه سیمو څخه ده، چې تېره اونۍ هم هلته ځینې چاودنې او ځانمرګي بریدونه وشول.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په برید کې د برتانیا د سفارت یو موټر ویجاړ شوی.
د انځور حقوق AFP
Image caption برید د موټرسایکل په مټ شوی دی.
د انځور حقوق AFP

د دغه سړک په اوږدو کې ځینې نړیوالې ادارې، د بهرنیو ځواکونو دفتر او حکومتي ودانۍ پرتې دي.

په وروستیو اونیو کې د کابل امنیتي وضعیت یوځل بیا خراب شوی دی.

درې ورځې مخکې هم د کابل لوېدیځ خواجه نور سیمه کې د ملي اردو د سرتېرو پر یوه لېږدوونکي موټر د سړک غاړې ماین چاودنې لږترلږه د ملي اردو اووه سرتېري ټپیان کړل.

په پام کې ده چې څه باندې یوه میاشت وروسته به په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه له دغه هېواده ووځي، خو امریکا د سخت دریځو وسله والو پر وړاندې مبارزې لپاره خپل ځواکونو د پاتې کېدو موده تر یوه بله کاله وغځولې ده.

ورته مطالب