ننګرهار کې د جومات د ننه چاودنې ګڼ کسان ټپیان کړي

د انځور حقوق Reuters

د افغانستان له ختيځ ننګرهار ولایت نه رپورټونو کې ویل شوي، چې په يوه جومات کې د بمي چاودنې له کبله لږ تر لږه۲۶ کسان ټپيان شوي دي.

امنيتي چارواکي وايي پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې خلکو د جمعې لمونځ ادا کاوه.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزی وايي، د دغې پېښې ۲۳ ټپیان د خوګیاڼیو سیمه ییز روغتون ته لېږدول شوي دي او ۳ نور ټپیان د ننګرهار عامې روغتیا روغتون ته وړل شوي دي.

د دغې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې دغه برید غندلی او دا یې د دښمنانو کار بللی دی.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې د دغې چاودنې د ټپیانو شمېر چې د ننګرهار مرکزي روغتون ته وړل شوي دي ۳۶ کسان ښودل شوي دي.

ننګرهار چې له پاکستان سره ګډه پوله لري په يو شمېر ولسواليو کې يې وسله وال طالبان نفوذ لري او کله ناکله په مرکزي ښار جلال اباد او نورو سيمو کې بريدونه کوي.

د افغانستان له ولایتونو نه د نا امنیو دا رپوټونه به داسې حال کې خپریږي چې پرون په پلازمېنه کابل کې هم دوه بېلا بېل بریدونه شوي وو . چې د کابل ښار په مرکزي سیمه وزیر اکبر خان کې د شوی برید له کبله یو نیپالی ټپي شوی و.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د پلازمېنې کابل د تېر شپې په ډله ييز بريد کې دوه ځانمرګي وژل شوي او يو نيپالی ټپي شوی دی.

د دغه وزارت مرستيال ايوب سالنګي وايي، بريد تېر ماښام (نوامبر ۲۷) په وزير اکبرخان سيمه کې د بهرنيانو پر يوه مېلمستون شوی دی.

په دغه سيمه کې تر ډېره سفارتونه او د بهرنیو موسسو دفترونه دي.

د انځور حقوق b
Image caption د پکتیکا په ولایت کې د والیبال په لوبغالي کې د یوې لوبې پر مهال چاودنه وکړه او ۵۷ کسان یې ووژل

چارواکي وايي، بريد لومړی په يوې چاودنې پيل شو او وروسته ورپسې ډزې پيل شوې.

طالبانو د بريد مسووليت منلی دی.

کابل کې په تېرو ۱۰ ورځو کې لږ تر لږه اته چاودنې شوې دي چې د بهرنیانو پر دفترونو او د پارلمان پر غړې شکریه بارکزۍ چې برید کې ټپي شوې وه چاودنې شاملې دي.

په ۲۰۱۴ کال کې افغانستان کې تر ټولو مرګوني بریدونه په پکتیکا ولایت کې شوي. له دغه بریدونو څخه یو یې هم د تېرې یکشنبې پر ورځ (نوامبر ۲۳) هغه مهال وشو چې یو ځانمرګي بریدګر د والیبال په لوبغالي کې د یوې لوبې پر مهال خپل چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او ۵۷ کسان یې ووژل. د همدې ولایت په ارګون ولسوالۍ کې څو میاشتې مخکې یو بل خونړۍ برید شوی و چې به سیمه ییزو رسنیو کې د وژل شو کسانو شمېر تر هغو ډېر ښودل شوی و چې دولتي چارواکو ویلی، به دغه برید کې چارواکو د وژل شو کسانو شمېر شاوخوا ۵۰ کسان ښودلي و.

ورته مطالب