ولسمشر غني: افغانستان د نړیوالې جګړې ډګر نه دی

د انځور حقوق AFP
Image caption "۳۱ ورځې وروسته د افغانستان په تاریخ کې یو نوی فصل پیلېدونکی دی".

ولسمشر غني نن د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د اجرایوي ریس عبدالله عبدالله سره په غونډه کې وویل چې د ملي یووالي حکومت به اجازه ور نه کړي افغانستان د نړیوالې جګړې په ډګر بدل شي.

ولسمشر وویل افغان ځواکونه د خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري. د ده په وینا دوی د حکومت د ارادې پر بنسټ د افغانستان د امنیت مسولیت په غاړه اخیستی.

نوموړي د روان کال په پای کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل:

"۳۱ ورځې وروسته د افغانستان په تاریخ کې یو نوی فصل پیلېدونکی دی. نړیوال ځواکونه به تر دې وروسته زموږ د ملي ځواکونو د روزنې، سمبالولو او پیاوړي کولو مسولیت ولري".

ولسمشر همدار راز وویل د ملي یووالي حکومت به د نړیوالو د اعتبار په ګټلو کې بریالي شي.

د نوموړي په وینا د افغانستان حکومت او نړیوالو تر منځ د شک فضا له منځه تللې او دوی به د ملي ځواکونو د لا پیاوړي کولو لپاره تر راتلونکو لسو کلونو پورې د نړیوالو دوامداره مرستې تر لاسه کړي.

د کابینې په تړاو ولسمشر غني وویل تر دې وروسته به د وزارتونو معینان د سرپرست وزیرانو په توګه کار کوي.

او هغه اوازې یې هم رد کړې چې ګواکې د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر منځ د کابینې د جوړولو پر سر مخالفتونه پیدا شوي دي.

نوموړي وویل د ملي یووالي حکومت په دې اړه ډېر ښه بحثونه تر سره کړي او پر اساسي مسلو موافقه شوې ده.

ښاغلي غني زیاته کړه په نوي کابینه کې به هغه خلک ځای ولري چې د پخواني حکومت په کابینه کې نه وو.

"په نوې کابینه کې به د مدیریت او مشرۍ وړتیا پر بنسټ کسان ګومارل کېږي او له څو سرپرستانو پرته چې د لندن په کنفرانس کې مسولیتونه لري، د نورو ټولو ځای به معینان ونیسي".

ولسمشر وویل کابینه به تر دریو یا څلورو اوونیو پورې اعلان شي او دا چې په دې تړاو د ځنډ لامل یوازې دقیق انتخاب دی.

د غونډې په ترڅ کې ولسمشر غني امریکا سره امنيتي تړون، ناټو سره په افغانستان کې د دوی د ځواکونو د پاتې کېدو په تړاو تړون، د وګړو د شمېر او مالوماتو ته د لاسرسي قوانین توشیح کړل.

د قوانینو له توشیح وروسته ښاغلي غني وویل چې د عملي کولو لپاره یې باید ټول لاسونه سره یو کړي.

د وګړو د شمېر د قانون په اړه ولسمشر وویل احصایه د یوه هېواد لپاره د پلان جوړولو اساسي ټکی دی.

د نوموړي په وینا د کره شمېرو نه پرته پلان جوړول، د سرچینو ویش او خلکو د خدماتو وړاندې کولو کارونه له ستونزو سره مخامخ دي.

د دې تر څنګ ده د وګړو د شمېر قانون د رڼو ټولټاکنو لپاره هم مهم وباله او ویې ویل چې له دې لارې د ټاکنو پر بهیر د خلکو اعتبار لاسته راوړل کېدای شي.

ولسمشر غني په هېواد کې د تاوتریخوالي وروستیو پېښو ته په اشارې وویل:

"د ملي یووالي حکومت لپاره تر ټولو مهمه مسله سوله ده او په دې برخه کې موږ د ټولو افغانانو ګډون او همکاري غواړو. یو کوچنی اقلیت غواړي ټول ملت یرغمل کړي".