لاریون کوونکو کابل کندهار لاره تړلې

د انځور حقوق
Image caption ځاي اوسیدونکې ادعا کوي، چې دهاوان مرمۍ د افغان پوځیانو له خوا د دوې پر کورنو توغول شوې

د زابل په شاه جوی کې د ولسي خلکو پر کورونو د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله د یوې ماشومې نجلۍ په شمول پنځه ولسي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

ځاي اوسیدونکې ادعا کوي، چې دهاوان مرمۍ د افغان پوځیانو له خوا د دوې پر کورنو توغول شوې، چې په غبرګون کې یې نن سهار(دسمبر ۱) سلګونو ځايي اوسیدونکو د کندهار- کابل لویه لاره د ترافیک پر مخ تړلې ده.

خو سيمه یيز چارواکي وايي، مرمۍ وسله والو طالبانو توغولې ده او د ولسي خلکو پر کورونو لګېدلې ده.

د عبدالله په نوم یو لاریون کونکی وایي، تر هغو به لاره نه پرا ننیزي چې حکومت ورسره انصاف ونه کړي.

د زابل مرستيا والي محمدجان رسوليار د پېښې د پخلي تر څنګ وايي، چې په پېښه کې ۷ تنه ټپيان شوي او ۳ تنه وژل شوي دي، چې وايي ماشومان هم په کښې شامل دي.

محمد جان رسولیار وايي:"تېره ورځ شاوخوا ۲ بجې وسله والو مخالفینو د محلي پولیسو پر پوستو برید کړی او د دغه برید په ترڅ کې ۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي."

د انځور حقوق AP
Image caption سيمه یيز چارواکي وايي، مرمۍ وسله والو طالبانو توغولې ده او د ولسي خلکو پر کورونو لګېدلې ده

رسولیار وايي، سیمې ته پلاوی استول شوی چې د ستونزې د حل لپاره لارې چارې ولټوي، ځکه په دغه لاره ولسي وګړي تګ راتګ کوي او په لاره کې ناروغان چې د درملنې په موخه له کوره را بهر شوي د لارې د پرانیستل کېدو په تمه دي.

نوموړي هغه ادعاوې هم رد کړې چې ویل کېدل، دغه برید محلي پولیسو کړی، وايي چې محلي پولیس درنه وسله نه لري.

د نوموړي په وینا، دغه ادعا وې د مخالفینو په هڅه تر سره کېږي، چې غواړي محلي پولیس له سیمې بهر شي، ځکه چې محلي پولیسو په سیمه کې سوله او ټیکاو را منځ ته کړي دي.

ورته مطالب