خبريالان: چارواکي د کمپ باسټين بريد په اړه ناسم معلومات ورکوي

Image caption هلمند د افغانستان سویلي ولایت دی

په هلمند کې مېشت د کورنېو او بهرنېو رسنېو استازي وايي، د ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکي پر دغې لویې پوځي اډې د وسله والو طالبانو د برید په اړه ناسم معلومات رسنیو ته ورکوي.

افغان خبریالان وايي یو شمېر دولتي چارواکي خبریالانو ته اړین او پر وخت معلومات نه ورکوي چې له امله د دوی کارونه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ناوخته (نوامبر ۳۰) افغان ولسمشر اشرف غني اعلان وکړ چې د وګړو د شمېر او معلوماتو ته د لاسرسي قانون یې توشیح کړی.

معلوماتو ته د لاسرسي قانون چې له مخې به یې چارواکي خبریالانو ته د معلوماتو په ورکولو مکلف شي، د مدنې ټولنې، بشري حقونو او د افغانستان د یو شمېر رسنیزو مرکزونو له لوري چمتو شوی او د تدقیق لپاره د عدلیې وزارت ته استول شوی و.

له دوه کلن تدقیق وروسته د عدلیې وزارت دغه مسوده د وزیرانو شورا ته وسپارله او د وزیرانو او ملي ملي شورا له خوا د تصویب وروسته د ولسمشر غني له خوا دغه قانون توشیح شو.

افغانستان کې له دې وړاندې معلوماتو ته د لاسرسي قانون شتون نه درلود.

معلوماتو ته د لاسرسي قانون پر بنسټ به د دې زمينه برابره شي چې خبريالان په بشپړ ډول هغو معلوماتو ته چې اړتيا ورته لري، لاسرسی پيدا کړي.

هغه مهال چې د افغانستان دولتي چارواکي د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړي، معلوماتو ته د لاسرسي د قانون پر بنست به سزا ورکړل شي.

Image caption هلمند د افغانستان له نا امنه ولایتونو څخه ګڼل کېږي

خو دا ستونزه يوازې تر پلازمېنې کابله نه ده محدوده، بلکې د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم خبرېالان له ورته ستونزو سر ټکوي. افغان خبريالان وايي، ډېری وختونه يې راپورونه د چارواکو له لوري د معلوماتو نه ورکولو له امله نيمګړي او ان کله کله يې راپورونه يې بيخي لغوه شي.

معلوماتو ته د لاسرسي قانون، هغه لاسوند دی چې حکومتي او ناحکومتي چارواکي به خبريالانو او نورو ته د معلوماتو په ورکولو اړباسي.

پر کمپ باسټین برید په اړه د ناسمو معلوماتو ورکولو په تړاو د رسنیو د استازو اندېښنې وروسته له هغه راپورته شوې، چې په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مرستیال مشر جنرال غلام فاروق پرواني د تېرې شنبې په ورځ (نوامبر۲۹) رسنیو ته ویلي و، چې په دغه لویه پوځي اډه باندې د وسلوالو برید پای ته ورسېد.

خو د یکشنبی په ورځ(نوامبر۳۰) یو ځل بیا د دغې پوځي اډې دننه افغان ځواکونه له وسلوالو برید کونکو سره په جګړه کېوتي و او کرۍ ورځ جګړه روانه وه .

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک مني چې هلته یو ځل بیا د برید کونکو او افغان پوځیانو تر منځ جګړه شوې خو په اړه یې نور مالومات ور نه کړل .

په هلمند کې د اسوشیټېد پریس خبري اژانس استازی عبدالخالق کندهاری وایي، څلور ورځې کېږي چې د شوراب پر پوځي اډې برید روان دی، خو لاهم خلک په دې نه پوهېږي چې هلته څه پیښ شوي .

ښاغلی کندهاری وایي، چې څو ځله یې د قول اردو له چارواکو د کره مالوماتو غوښتنه کړې خو د ده په خبره چارواکي غولوونکي معلومات ورکوي.

د هلمند د خبریالانو ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له افغان حکومت څخه غوښتي، چې باید د رسنیو ازادۍ ته ژمن پاتې شې او په دې اړه یې د جدي ګامونو د پورته کولوغوښتنه کړې .

د انځور حقوق AP
Image caption افغان ولسمشر اشرف غني اعلان وکړ چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون یې توشیح کړی

وسلوالو طالبانو د هلمند لویدیځه څنډه کې د شوراب پر پوځي اډه (کمپ باسټین) چې ویل کېږي هلته لا هم امریکایي پوځیان دېره دي ډله يیز برید کړی و.

دغه برید د تېرې جمعې ناوخته پیل شوی و چې د ور کړل شوي راپورونو پر بنسټ دوه ورځې یې دوام وکړ او ۵ تنه افغان پوځیان په کې وژل شوي وو.

د دغه برید مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی و او افغان دولت ته یې د ډېر زیان اړولو ادعا هم کړې وه.