غني: له ناټو سره د همکارۍ نوی پړاو هېواد ته ټیکاو راولي

محمد اشرف غني او د ناټو سرمنشي ین ستالتېنبرګ د انځور حقوق AP
Image caption ولسمشر غني دا څرګندونې په بلجيم کې د ناټو له سرمنشي ین ستالتېنبرګ سره يوې گډې خبرې غونډې ته کړې دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هیله من دی چې له ناټو سره د افغانستان د همکارۍ نوی پړاو به دغه هېواد ته سوکالي او ټیکاو راولي.

د نوموړي په خبره، د دوه اړخیزې ملګرتیا دغه نوی پړاو به د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې پیل شي.

ټاکل شوې چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو جګړه ییز ماموریت د روانې زېږدیزې میاشتې په پای کې بشپړ شي.

ولسمشر غني دا څرګندونې په بلجيم کې د ناټو د غړو هېوادونو له چارواکو سره د رسمي خبرو له پيله وړاندې د دغه سازمان له سرمنشي ین ستالتېنبرګ سره يوې گډې خبرې غونډې ته کړې دي.

ولسمشر غني وویل، چې د ده په باور د ناټو او افغانستان د همکارۍ دغه نوی پړاو به پر افغانستان سربېره نړۍ ته هم امنیت راولي.

د ناټو سرمنشي له افغانستان سره د اوږدمهالې همکارۍ ډاډ ورکړ. په دغه خبري غونډه کې له ولسمشر غني سره اجرايي رییس عبدالله عبدالله هم ګډون کاوه.

نوموړي له افغانستان سره د ناټو د اوږدمهالې همکارۍ مننه وکړه.

ټاکل شوې چې د ناټو له غونډې وروسته ولسمشر غني روانه اونۍ د یوه پلاوي په مشرۍ د افغانستان په اړه په لندن کې جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.

د دغه کنفرانس موخه له افغانستان سره د اوږدې مودې همکارۍ ته ژمنتیا ښودل شوې ده.

دا کنفرانس په داسې وخت کې جوړېږي چې امريکا او ناټو په افغانستان کې خپل پوځي ماموريت راغونډوي او دا هېواد یوه نوي پړاو ته داخليږي.

په تېرو ديارلسو کالو کې په بيلابېلو برخو کې له افغانستان سره پراخې مرستې شوې دي، خو ډېر نیوکه کوونکي ادعا کوي چې دا مرستې تر ډېره پر ځاى نه دي لگېدلې.

د مدني ټولنې يو فعال او د افغانستان د ډاکټرانو د اتحاديې مرستيال خوشال تسل وايي هر ډول مرستې چې افغانستان سره کيږي بايد نړيواله څارنه پرې ډېره شي.

ورته مطالب