لندن کنفرانس: انار د افغانستان اقتصاد پیاوړی کولی شي؟

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په سوېلي ښار کندهار کې یو کس د انارو ټولولو په حال کې.

کرهڼه او هایدروکاربن کولی شي افغانستان پر ځان بسیا او پر بهرنیو مرستو یې تکیه کمه کړي؟

په داسې حال کې چې د افغانستان په اړه لندن کنفرانس لپاره استازي را غونډ شوي، زموږ همکارانو داود قاري زاده او هارون نجفي زاده د هېواد د دوو مهمو اقتصادي سکتورونو په اړه مالومات را ټول کړي.

په کندهار کې د مېوو حاصلاتو وخت نږدې شوی، هغه ولایت چې اوس د مشهوره انارو پر ځای د طالبانو نوم لپاره ډېر شهرت دی.

د (یا الله، یا الله) غږونو تر منځ د مېوې ټولونکي له نورو کارکونکو غواړي چې له ونو مېوې لاندې ولاړو کسانو ته په احتیاط واچوي.

د تودوخې په نږدې شل سانتي ګراد درجه کې، هوا لا هم معتدله او د مېوو د خوږوالي لپاره ډېره مناسبه ده.

انار په کرېټونو کې ځای پر ځای کېږي او هېواد کې دننه، پاکستان او منځني ختیځ بازارانو او ګودامونو ته لېږدول کېږي.

خو که افغانستان غواړي د انار له خپل مهم حاصل نه ګټه پورته کړي نو باید د اروپا او نورې نړۍ لا ګټورو بازارانو ته لار پیدا کړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کارپوهان وايي افغان انار د نړۍ یو تر ټولو غوره انار دي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دغه مېوه د ناقانونه کوکنارو کښت یو ښه او ګټور بدیل ګڼل کېږي.

د زده کړې وخت

د سوېلي انګلستان په یوه فابریکه کې د انارو جوس کارتنونه د تولید خونه کې په حرکت کې دي.

د (پومي ګرېټ) په نامه د مېوې جوسو شرکت د نړۍ له ګوټ ګوټه باکیفیته انار پېري او اوس یې پر افغانستان هم پام دی.

د دغه شرکت مشر اډم پریچارد وايي: "د افغانستان انار د نړۍ تر ټولو ښه انار دي خو دغه هېواد کې لوژستیکي ننګونو ډېرې ستونزې پیدا کړې دي".

افغانستان په اړه د دې اوونۍ په لندن کنفرانس کې ښاغلی پریچارد هیله من دی چې کابل کې به د جوسو یوې فابریکې سره د ۱۰۰۰ ټنو انارو پېرولو تړون لاسلیک کړي.

دا ښايي په راتلونکو کلونو کې افغانستان کې د کرهڼې ودې لپاره یو ښه پلان او پیل وي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د (پومي ګرېټ) مېوو جوس شرکت مشر اډم پریچارډ افغان سوداګرو سره د یوه تړون لاسلیکولو په لټه کې دی.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په وروستیو کلونو کې د انارو جوس په ډېرې چټکۍ د بریتانیې بازار نیولی.

ګڼې ننګونې

د کابل دفتر کې ناست ښاغلی پریچارډ او ملګري یې پوهېږي چې له څومره جدي ننګونو سره مخامخ دي.

نجلا حبیب یار د افغانستان د صادراتو د ودې ادارې مشري کوي.

نوموړې ښه خبره ده چې د کوکنارو د ناقانونه کار پر ځای افغان بزګرو لپاره د انارو پر سوداګرۍ ګوزاره کول څومره ګرانه ده.

دې بي بي سي ته وویل: انار "کار، وخت او ښه بازار" ته اړتیا لري.

"بزګر پوهېږي چې کوکنار په هر صورت دوی ته ګټه کوي ان که کښت یې له منځه هم یوړل شي. دا ورته بې جنجاله کار دی".

سږ کال د اپینو تولید ۱۷ سلنه زیات شوی، د ناامنیو له کبله د کوکنارو له منځه وړلو هڅې له ستونزو سره مخامخې دي.

خو د انارو تولید هم په زیاتېدو دی، فرق یې دا دی چې د کوکنارو پېرلو لپاره خلک خپله دوی ته ورځي او د انارو لپاره باید دوی بازار ولټوي چې دا اسانه کار نه دی.

اغلې حبیب یار وايي: "مهمې ستونزې د سړو خونو، پروسیس او کارتنونو کې ځای پر ځای کولو اسانتیاو نشتوالی دی".

"په خواشینۍ سره موږ د معیارونو ارزولو او تولیداتو تصدیقولو په نړیواله کچه منل شوې اداره نه لرو".

پیل کې چې کله (پومي ګرېټ) شرکت کابل کې د جوسو پېرلو هوډ وکړ نو د یادو ستونزو له کبله ورته د پای تولید بیه خورا ګرانه پرېوته.

خو اوس اډم پریچارډ د دې حالت ښه کېدو ته هیله من دی.

نوموړی وايي: "زموږ هڅه دا ده چې کابل کې د تولید فابریکه د دې جوګه شي چې خپل تولیدات په نړیوالو بازارانو کې سیالۍ ته وړاندې کړي".

اقتصاد غوړول

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption یو عسکر د افغانستان شمال کې د قشقري تېلو زېرمې په لور ګوري.

د افغانستان په شمال کې هم بهرني پانګوال له ځايي شرکتونو سره د اقتصاد پیاوړتیا لپاره کار کوي.

دلته د پای تولید تیل دي.

د سیمې یو تر ټولو ستر سیند امو تر څنګ د قشقري تېلو زېرمه یو له هغو دریو ده چې د چین د تیلو ملي شرکت د افغانستان وطن ګروپ شرکت سره په ګډه په کې کار کوي.

د دغو دوو شرکتونو تر منځ د شراکت ۲۵ کلن تړون په ۲۰۱۱ کال کې لاسلیک شو. درې کاله وروسته سیمه کې نوي بنسټونه تر سترګو کېږي خو پرمختګ پڅ دی.

اټکل دی چې په دغو زېرمو کې له ۸۰ میلیون بېرلو ډېر تیل وي.

دا په نړیواله کچه ډېر تیل نه دي خو د ځايي اقتصاد د پیاوړتیا پر لور د یو مهم ګام پورته کولو لپاره کافي دي، په دې شرط چې د تیلو را ایستلو او پروسیس کار چټک شي.

د کانونو وزارت شمېرې ښيي چې ورځنی تولید د اټکل شوي تولید یوازې یو پر پنځمه برخه جوړوي.

په سیمه کې د پروسیس اسانتیاوې نشته ځکه نو خام تیل باید د څلور ساعته په واټن، له یوې خطرناکې لارې حیراتانو کې تر ټولو نږدې د تیلو چاڼځای ته ولېږدول شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ازبکستان سره پولې ته څېرمه حیراتانو کې د تیلو چاڼځای.

د ټانکرو یو چلونکی لعل چې پر دې لاره ډېر تګ را تګ کوي وايي هغه او ملګري یې بله چاره نه لري:

نوموړی وايي: "موږ ته پر دې لاره د موټر چلولو یوازې ۲۰۰ امریکايي ډالره راکول کېږي. که پر موږ برید وشي دا به د ۲۰۰ ډالرو لپاره وي. که موږ ټپي شو نو یوازې ۵۰ ډالره راکول کېږي".

د لعل تر څنګ څو سوه نور کسان د تیلو را ایستلو د پروژې له برکته پیدا شوې دندې تر سره کوي.

افغان-چین سوداګریز تړون له مخې ځايي انجنیران او تخنیکي کارکونکي هم روزل کېږي.

خو له دې پرته ځايي اقتصاد لا د دغه تړون نوره ګټه، لکه ارزانه پیټرول او سون توکي، نه ده لیدلې.

سره له دې، د کانونو وزارت ویاند رفیق صدیقي وایي تیل، غاز او داسې نور تولیدات د افغانستان اقتصادي راتلونکې لپاره مهم دي:

نوموړی وايي: "د ملي یووالي حکومت پلانونو او ښه مدیریت اصولو پر بنسټ، موږ په دې باور یو چې افغانستان د طبیعي سرچینو له لارې ځان اقتصادي ثبات ته رسولی شي. او دا لرې نه ده".

کارپوهان مني چې په اوږد مهال کې کانونه ښايي د افغانستان اقتصاد کې لوی بدلون راولي.

په ورته وخت کې کرهڼه، هغه سکتور چې ډېری افغانان په کې په کار بوخت دي، باید تشې ډکې کړي.

د (پومي ګرېټ) شرکت مشر اډم پریچارډ په اند د ښه معیار تولیدات لکه انار دغه اړتیا پوره کولی شي.

دی وايي: "که افغانستان غواړي پر خپلو پښو ودرېږي نو په مرستو باید تکیه و نه کړي".

"لکه څنګه چې انګلستان د مڼو لپاره شهرت لري او ترې د مېوې جوس جوړوي، افغانستان هم له انارو همدا کار اخیستی شي. دې کې هېڅ ستونزه نشته. او زه ډاډه یم چې دا به د هېواد د اقتصاد لپاره یو ښه صنعت شي".