افغان نهیلی معلول سرتېری پخپل مرګ راضي دی

عبدالشکور
Image caption ډېر پر دې اند دي، چې د عبدالشکور په څېر د هېواد په لروبر کې ګڼ نور افغان ټپي او معلول شوي سرتېري هم له خپلو حقونو برخمن نه دي.

د افغانستان د تېرو لسیزو په جګړو ګڼ افغانان معلول شول، چې ځینې یې د یوې ګولۍ ډوډۍ ګټلو څوک هم نه لري. د معلولینو د نړیوالې ورځې په پلمه، افغان معلولین ځانونه له خپلو حقونو ډېر بې برخې احساسوي.

عبدالشکور کابو اته کاله وړاندې د پولیسو په لیکو کې یو سرتېری و، کله چې د کابل- غزني پر لار د پولیسو یو موټر د حکومت د وسله والو مخالفانو له لوري پر اېښودل شوي ماین وربرابر شو، د عبدالشکور ملا پکې ژوبله شوه چې له هماغه وخته تر اوسه بې وسه پروت دی.

دی وايي، څو کاله وړاندې یې درې کلن زوی هم د سینه او بغل له کبله ومړ، چې غمونه یې یو پر دوه شول.

په تېرو کلونو کې د هغه پالنه یوازې د ده د مېرمنې پرغاړه وه، خو کله چې د خپلې مېرمنې د خدمت په اړه غږېږي، له سترګو یې اوښکې بهېږي.

دی وايي، څو کاله مخکې یې چې کله موضوع رسنیو ته ورسېده، ځینې چارواکي یې لیدو ته ورغلل، او ژبه یې ورسره وکړه چې د درملنې لګښت به یې ورکړي.

که څه هم د هغه وخت د ولسمشر حامد کرزي په فرمان عبدالشکور ته یوه اندازه پیسې ورکړل شوې او دوه ځلې هند ته درملنې لپاره واستول شو، خو دی وايي، هلته یې سربېرنه درملنه وشوه او جراحي عملیات یې چې ډېر ضروري وو، ونه شول.

Image caption عبدالشکور اوس له خپل ژوند نه ډېر نهیلی شوی دی.

په هند کې ډاکټرانو هغه ته ویلي چې د هغه درې ځلي عملیات نژدې ۵۰ زره ډالر لګښت غواړي. د عبدالشکور په ویناو دولت ورسره د ده د څلور کلن لګښت ژمنه هم کړې وه، چې تر اوسه نه ده عملي شوې او تر اوسه په دې موده کې له ده سره یوازې ۵۵۰ زره افغانۍ، چې نژدې ۱۰ زره ډالر کېږي، مرسته شوې ده.

دی د دولت له ناغیړۍ سرټکوي:

"سخت کړېږم چې ناروغ یم، خو دا چې دولت ما ته هېڅ پام نه دی کړی، رنځ مې لا ډېر شي. زه د خپل هېواد لپاره ټپي شوم او ټولې ستونزې مې باید حل شي. که چېرې زما درملنې ته پام نه کوي، چې درملنه مې ممکنه ده، نو له ولسمشر غني او اجراییوي مشر عبدالله نه غواړم چې یو شاجور مرمۍ دې پرما وولي چې آرام شم."

Image caption په تېرو کلونو کې د عبدالشکور پالنه یوازې د ده د مېرمنې پرغاړه وه، خو کله چې د خپلې مېرمنې د خدمت په اړه غږېږي، له سترګو یې اوښکې دارې وهي.

ډېر پر دې اند دي، چې د عبدالشکور په څېر د هېواد په لروبر کې ګڼ نور ټپي او معلول شوي افغان سرتېري هم له خپلو حقونو برخمن نه دي.

له ځمکې تر اسمانه توپیر

د عبدالشکور کیسه د محمد میرویس په نامه د یوه ماین خنثی کوونکي له داستان سره، چې د کار پرمهال ټپي شوی، ډېر توپیر لري.

میرویس څو کاله مخکې د ماین پاکۍ له یوې ډلې سره کار کاوه، چې د ماین چاودلو یې سترګې زیانمنې کړې او آن خپل لید یې هم له لاسه ورکړ، خو د ماین پاکۍ مؤسسې هغه درې ځلې د درملنې لپاره پاکستان او اته ځلې هند ته واستاوه.

Image caption د عبدالشکور کیسه د محمد میرویس په نامه د یوه ماین خنثی کوونکي له داستان سره، چې د کار پرمهال ټپي شوی، ډېر توپیر لري.

هغه په پرله پسې درملنې وکړای شو چې د خپلو سترګو د منځه تللي لید ۳۰ سلنه برخه بېرته ورغوي.

نوموړي له دې مؤسسې نه دېرش زره ډالر هم اخیستي او دویم ځلي په مرکزي دفتر کې ګومارل شوی دی:

"پاکستان ته د درملنې لپاره ولاړم خو ګټه یې ونه کړه، بیا یې هند ته واستولم، اته ځلې هند ته ولاړم او د سترګې د کسي په عملیاتولو مې نسبي لید پیدا کړ."

د ماین پاکۍ د مؤسسې مشر شهاب حکیمي وايي، دوی د بیمې له یوه نړیوال شرکت سره یو مشخص قرارداد لري، چې د کارکوونکو د ټپي کېدو یا وژل کېدو په صورت کې د دوی ټوله بیمه ورکوي:

"پردې سربېره چې دوی ته حقونه ورکوو، د سفر لګښت هم رانه اخلي، او دا چې نورې اسانتیاوې هم ورته برابروو، موږ دوی ته روغتیايي او د ژوند بیمه هم ورکوو."

د افغانستان د شهیدانو او معلولینو وزارت ویاند علي افتخاري وايي، ددولت کارکوونکو ته د دندې په اوږدو کې د هغوی د معلولېدو په صورت کې د معلولیت په اندازه تنخا ورکول کېږي، چې دا کار د یوې کمېټې له خوا ترسره کېږي.

د هغه په وینا، د لوړپوړو افسرانو تنخا له پنځو زرو افغانیو پیلېږي او تر ۴۰ زرو پورې رسېږي. معلول شوي پولیس او پوځیان د مخکني ولسمشر حامد کرزي د دوه کاله مخکې فرمان پربنسټ سل په سلو کې حقونه ترلاسه کوي خو پاتې نور یې په سلو کې ۳۵ تنخاوې اخلي.

ښاغلی افتخاري وايي، د خصوصي مؤسسو د حقونو او ددولت د حقونو ترمنځ توپير پر امکاناتو پورې اړه لري:

"دا چې نړیوال بنسټونه ښه مادي امکانات لري، شاید کارکوونکي ته ښه تنخا ورکړي، خو امکان لري په افغانستان کې ځینې نړیوال بنسټونه دوه- درې کاله وروسته دلته نور فعالیت ونه ولري، خو دولت به یې د اوږدمهال لپاره حقونه ورکړي."

د ژمي په نژدې کېدوه سره د تېرو کلونو تجربو ته په پام، د طالبانو بریدونه ډېر شوي، او ډېر کم داسې پېښېږي، چې هره ورځ دې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو شمېرې خپرې نه شي.

پولیس، ملي اردو او ملي امنیت تر ټولو ډېر د ټپي او وژل کېدو له ګواښونو سره مخامخ دي. څلور ورځې مخکې، د افغانستان په سوېلي هلمند ولایت کې د اورپکو د یوه برید په پایله کې د ملي اردو دوولس سرتېري ووژل شول او درې نور ټپیان شول.

Image caption شهاب حکیمي: "پردې سربېره چې دوی ته حقونه ورکوو، د سفر لګښت هم رانه اخلي، او دا چې نورې اسانتیاوې هم ورته برابروو، موږ دوی ته روغتیايي او د ژوند بیمه هم ورکوو."

د افغانستان د دفاع وزارت څه باندې یوه میاشت مخکې اعلان وکړ، چې "له ۱۳۸۲ کال راهیسې تر ۱۳۹۳ پورې له اورپکو سره په بېلابېلو جګړو او نښتو کې د ملي اردو ۶۸۵۳ سرتېري وژل شوي دي."

جګړه او نښتې لاهم دوام لري چې هره ورځ یې افغانان قرباني کېږي. نن د معلولینو نړیواله ورځ ده، چې افغانستان هم ولمانځله، خو د هېواد معلولین ددغې ورځې لمانځل تر ډېره نمایشي بولي.

ورته مطالب