د امریکا دفاع وزیر چک هیګل کابل ته په سفر تللی

د انځور حقوق US DoD
Image caption د امریکا د د دفاع وزیر د سفر په اړه تر اوسه جزییات نه دي خپاره شوي

د امریکا دفاع وزیر چک هیګل په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسېد.

د امریکا د دفاع وزارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مشر جان کمپبل کابل کې د ښاغلي هیګل هرکلی کړی.

د امریکا د دفاع وزیر د سفر په اړه تر اوسه جزییات نه دي خپاره شوي خو داسې ښکاري چې نوموړی به په افغانستان کې دېره امریکايي سرتېرو سره وویني.

افغانستان کې له شته امریکايي پوځیانو سره د امریکا د دفاع وزیر په توګه به دا د هغه وروستۍ لیدنه وي، ځکه د هیګل له استعفا وروسته د متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما پرون شپه ښاغلی اشتون کارټر د نوموړي پر ځای د دفاع وزیر په توګه ټاکلی دی.

ښاغلی اشتون کارتر به خپله دنده د امریکا د سنا مجلس نه د باور رایو به اخیستو سره پیل کړي او د سنا مجلس اکثریت د جمهوري غوښتونکو په واک کې دی.

تر هغه چې ښاغلی کارتر له سنا مجلس نه د باور رایې اخلي ښاغلی هیګل به خپلې دندې ته دوام ورکوي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون له لاسلیکېدو وروسته افغانستان ته د ښاغلي هیګل دا لومړی سفر دی.

د کابل او واشنګتن ترمنځ لاسلیک شوی دغه تړون پر بنسټ به امریکا د ۲۰۱۴ کال نه وروسته په افغانستان کې ۹۸۰۰ سرتیري پریږ دي.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو جګړه ییزې چارې روان میلادي کال کې پای ته رسېږي، خو د دوی چارې به له افغان ځواکونو نه د ملاتړ او زدکړې په برخه کې دوام ولري.

ورته مطالب