ولسمشر غني: د افغانستان سولې په بهير کې د چين رول مهم دى

د انځور حقوق AP

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي دي چين د افغانستان سولې په بهير کې مهم رول لوبولى شي.

ښاغلي غني چې تيره ورځ برلين کې د جرمني له صدراعظمې انگيلا مرکيل سره د يوه گډ کنفرانس پرمهال خبريالانو ته خبرې کولې وويل د چين ونډه په دې مهمه ده چې له پاکستان سره ښه اړيکې لري:

" چین پر نړیوال دریځ خپل مهم رول په ډېرمسوولیت سره ترسره کوي. چین له پاکستان سره هم ټینګ اړیکې لري. له همدې کبله د افغانستان د سولې په بهير کې هم د چین رول ډېر مهم دی. موږ په دې بهير کې د چین د شاملېدو هرکلی کوو. لا یې لومړي پړاوونه دي، خو موږ پر یوه تګلاره کار کوو چې څرنګه مخکې ولاړ شو. باید ووایم چې دا بهير به د افغانانو په لاس کې وي او همدوی به یې مشري کوي"

د رويټرز خبري آژانس لاس ته ورغلي په يوه سند کې ويل شوي دي چې چين د "سولې او پخلاينې" د يوې ناستې وړانديز کړى چې د افغان چارواکو په وينا د افغانستان ،پاکستان او چين استازي او د طالبانو مشرتابه به په کې برخه اخلي.

دې ته په کتو سره چې د روانې مياشتې په پاى کې امريکايي او ناټو ځواکونو جگړييز ماموريت پاى ته رسېږي او افغان ځواکونه بايد له حکومت مخالفه وسله والو سره د جگړې دروند بار يوسي نو سوله او د افغان ځواکونو روزنه او پياوړي کول د ولسمشرغنې په خورا مهمو لومړيتوبونو کې راځي.

د امريکا، بريتانيا او د ناټو د نورو هېوادونو ترڅنگ جرمني هم دا ټټروهلى چې د افغان پوځونو روزنې ته به دوام ورکړي. د جرمنې صدراعظمې ميرمن مرکيل برلين کې له ښاغلي غني سره تر کتنې وروسته په دې اړه ډاډ ورکړ.

افغان ولسمشر وويل ځواکونه يې لاهم مرستې ته اړتيا لري اوپه دې برخه کې يې د جرمنې له مرستو او ژمنو مننه وکړه

" لکه څنګه چې آغلې صدر اعظمې تاسې ته وویل، جرمني له موږ سره قاطع او پیاوړې مرستې کړې دي. د دې کال تر پای وروسته جرمني به په افغانستان کې کوم پوځي ماموریت ونلري. اوس یې هم نلري. پر همدې مو سره هوکړه کړې. ما د ولسمشر کرزي په دوره کې په افغانستان کې د پوځي واک د لېږد د بهیر مشري پرغاړه درلوده. زه ډاډه یم چې زموږ امنیتي ځواکونه خپله دنده ترسره کولای شي. خو دوی لا ډېرې مرستې او روزنې ته اړتیا لري. زه خوښ یم چې جرمني دې رول ته غاړه ایښې او د افغانستان په شمال کې به پاتې کېږي."

جرمني په افغانستان کې نژدې ٥٠٠٠ پوځيان درلودل چې ډېرى يې د کندز په گډون د افغانستان په شمال کې ځاى په ځاى و. د جرمني صدراعظمې وويل له هغه وروسته چې د دوى ډېرى پوځيان به د همدې مياشتې په پاى کې ووځي په سلگونه پوځيان به يې په دې هېواد کې پاتې شي او روزنيز ماموريت به يې دوام کوي او له اقتصادي پلوه به هم د افغانانو ملاتړ نه پرېږدي.

ورته مطالب