هلمند کې یوه نجلۍ په چړې وژل شوې ده

د انځور حقوق Abdul Aziz Safdari
Image caption د وژل شوې نجلۍ مړی روغتون ته لېږدول شوی، چې تر اوسه چا ورته مراجعه نه ده کړې.

د افغانستان په سوېلي هلمند ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، د دې شپاړس کلنې نجلۍ مړی یې په یوه کنډواله کې موندلی، چې په چړو وهل شوې او پر بدن یې تیزاب شیندل شوي دي.

پولیس وايي، ددغې نجلۍ مړی د تېرې یکشنبې ورځې په ماښام موندل شوی، چې بیا وروسته یې روغتون ته لېږدولی دی.

د بُست روغتون مشر ډاکټر نثار احمد بارک ویلي، د چړې د ګوزارونو نښې د نجلۍ پر سینه او خیټه له ورایه ښکاري چې په وینا یې پر بدن یې تیزاب هم شیندل شوي، چې پېژندګلوي یې ونه شي.

ښاغلي بارک دا هم وویل، چې دغه نجلۍ میندواره هم وه.

د بُست روغتون مشر وویل، تر اوسه د وژل شوې پېژندګلوي نه ده شوې او نه هم کوم کس یا یې د کورنۍ کوم غړی روغتون ته ورغلی.

تر اوسه لا څرګنده نه ده چې دغه نجلۍ چا وژلې او ولې یې وژلې ده.

ددغې نجلۍ د وژلو د خبر په خپرېدا سره، د هلمند د بشري حقونو د کمیسیون مشر محمد بلال صدیقي په دې ولایت کې د ښځو پروړاندې د "اندېښمنوونکي" تاوتریخوالي خبره کړې ده.

ښاغلي صدیقي دا هم وویل، د روان کال له پیله تر اوسه پورې په هلمند کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ۲۵۳ پېښې ثبت شوې دي، چې د تېر کال په پرتله د ۳۰ سلنې زیاتوالي ښکارندویه ده.

د افغانستان په ډېری سیمو کې له ښځو سره ډېر تاوتریخوالی کېږي، چې لاملونه یې بېلابېل دي.

په وروستیو کې د "اکشن اېډ" په نامه یوه بنسټ پخپل راپور کې ادعا کړ وه، چې لږترلږه ۸۷ سلنه افغان مېرمنې له یو ډول کورني تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي او ۶۲ سلنه نورې له یو ډول کورني تاوتریخوالي کړېږي.

ورته مطالب