' افغان بروس لي ' وايي د هنر لوړو ته رسېدل غواړم

Image caption عباس خپلو هیلو ته د رسیدو لپاره یوه اوږده لاره په مخ کې لري

د هالیوډ مشهور فلمي لوبغاړي بروس لي له مرګه کلونه، تېر دي.

خو د هغه د هنر مینه وال په ټوله نړۍ کې لا هم خورا ډېر دي. اوس د افغانستان پلازمینې کابل کې یو ځوان چې څېره یې بروس لي ته ډېره ورته ده، د افغانستان په بروس لي یادیږي.

دغه ځوان عباس نومیږي او د کنګفو لوبغاړی دی. ۲۱ کلن عباس علي زاده د مور پلار یوازینی زوی دی او تر دا وروستیو ورځو پورې د کابل له بې شمېره نوم ورکو ځوانانو یو و.

خو عباس اوس ټولیزو رسنیو کې د خپلو هغو انځورونو له کبله چې پکې د نوموړي څېره وتلي فلمي لوبغاړي بروس لي ته ډېره ورته ده او د هغه په څېر کالي یې هم اغوستې خورا مشهور شوی دی.

د عباس پلار علي، چې د مغزي حملې له کبله یې نیم ځان فلج شوی وايي، هیله من دی، چې زوی یې د خپل وخت بروس لي یاد شي.

' زوې مې له دیارلس کلنۍ او څوارلس کلنۍ په ورزش پیل وکړ, څه مو نه درلودل بې وزله خلک وو، نه مو شوای کولای بهر ته یې ولیږو، خو کور کې یې زده کړل، په تشو لاسونو یې پیل وکړ ۲۱ کلنۍ ته ورسېد لا هم هڅه کوي، روان دی او زه دعا کوم چې د بروس لي ځای ته ورسیږي.'

عباس خپلو هیلو ته د رسیدو لپاره یوه اوږده لاره په مخ کې لري.

دی وايي پنځه کاله مخکې یې د ورزش یو کلب کې ګډون وکړ، خو پېسې یې نه درلودې او ترې پاتې شو، چې وايي بیا اوس څلور میاشتې کېږي، د یوه ورزشي کلب څښتنانو د ده وړتیاوو ته په کتو اجازه ورکړي، چې له سپورتي وسایلو وړیا ګټه واخلي.

Image caption عباس علی زاده ته وروسته له هغه د ډېرو خلکو پام ورواښت چې به ټولییزو رسنیو کې دغه انځور خپور شو

عباس د دې لپاره، چې خلک باور وکړي، دی افغان دی او همدلته اوسي د دارلامان ماڼۍ انګړ کې د بي بي سي لپاره انځورونه وکښل. نوموړی وايي:

' بروس لي د ورزش او شخصیت له پلوه د ستایلو وړ دی. بروس لي هغه اسطوره ده چې بل به داسې څوک نه وي، ښايي بروس لي نه شم خو چې ژوندی یم لاره به یی پالم.'

له هغه مهاله، چې افغانستان کې یوازې حکومتي ټلویزیون خپرونې کولې، بروس لي د ډېرو افغان زلمیانو د خوښي وړ لوبغاړی هنرمند دی او عباس هم له همدې زلمیانو یو دی، چې وايي کوچنیوالي نه یې د بروس لي له هنر سره مینه درلوده.

دا چې د عباس څېره هم بروس لي ته ورته ده، نوموړی غواړي د هغه په بڼه د هنر او لوبې لوړو ته ورسیږي او د بروس لي یاد یو ځل بیا په زړونو کې تازه کړي.