بلخ کې د دوو ښځو مړي موندل شوي

د انځور حقوق AP
Image caption د وژل شویو مېرمنو مړي د مزار ښار په یوه څنډه کې موندل شوي.

د افغانستان په شمالي بلخ ولایت کې دوې مېرمنې وژل شوې دي.

د بلخ ولایت د امنیت آمرعبدالرزاق قادري وايي، ددغو مېرمنو عمرونه شاوخوا ۳۵ کاله ښکاري:

"دغه مېرمنې، چې یوه یې نژدې ۳۵ کلنه ده، او د بلې عمر هم دې ته ورته ښکاري، لومړی زندۍ شوې او بیا په بوجیو کې اچول شوې او مړي یې د مزار ښار د نهمې حوزې په یوه اړونده سیمه کې موندل شوي."

پولیس وايي، په دې اړه ي پلټنه پیل کړې، خو تر اوسه د پېښې لامل نه دی معلوم شوی.

د مزار ښار د ملکي روغتون مسسولینو ویلي، تراوسه مالومه نه ده چې دغه مېرمنې کومې سیمې دي،

ددغو مېرمنو هویت نه ده معلوم شوي او خپل خپلوان هم تر اوسه نه دي مالوم شوي.

وړاندې هم په بلخ ولایت کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پېښې رامنځ ته شوې دي.

څو ورځې وړاندې هم د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې یوه ځوان پر یوې پنځه کلنې نجلۍ جنسي تېری کړی و، چې بیا وروسته تېری کوونکی ونیول شو.

نیول شوی تورن کس ۱۹ کلن دی.

دا وروستیو کې د افغانستان له بېلو سیمو نه پر ماشومانو د جنسي تېري او زور زیاتي پېښو یو شمېر رپوټونه ورکړل شوي دي.

یوه میاشت مخکې د تخار په رستاق ولسوالۍ کې پر یوې ۳ کلنې نیلوفر نومي نجلۍ جنسي تېری شوی و، چې دغې پېښې پراخ غبرګونونه پارولي وو.

دا نجلۍ له خپلو همزولو سره په لوبو بوخته وه چې د ګاونډي نارینه له خوا پرې جنسي تېری وشو.

په ظاهره ویل شوي و، چې تېري کونکي غوښتل، له تېري وروسته ماشومه ووژني، خو وايي د نجلۍ انا توانېدلې وه، چې هغه روغتون ته ولېږدوي.

له هغه وروسته د ماشومې د کورنۍ غړي کابل ته د ماشومې درملنې لپاره تللي وو.

د ماشومې پلار هغه مهال ویلي و، چې که انصاف و نه مومي، خپل ۵ ماشومان به د ارګ مخې ته ووژني او خپله به افغانستان پریږدي.

د مدني ټولنو فعالان معمولاً هېواد کې د دغه ډول پېښو له عاملینو سره د حکومت د سخت چلند غوښتنه کوي.

یو شمېر دغه فعالان دا هم وايي، چې دغه ډول قضیو کې له عاملینو سره د چلند لړ کې د حکومت زړه نازړه توب د دغو ناوړه پېښو ډېرېدو سبب شوی.

ورته مطالب