کابل کې ځانمرګي برید د ملي اردو شپږ سرتېري وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption برید د ملي اردو د سرتېرو پر لېږدوونکي بس شوی دی.

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ملي اردو د سرتېرو پر یوه لېږدوونکي موټر ځانمرګي برید لږترلږه شپږ سرتېري وژلي او د څلورو ولسي وګړو په ګډون یې ۱۴ نور کسان ټپیان کړي دي.

برید د کابل په ختیځ "تره خېلو تنګي" سیمه کې شوی دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي ویليو په دې پېښه کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او څوارلس نور ټپیان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد ایوب سالنګي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، برید کوونکي د ملي اردو د سرتېرو یو لېږدوونکی موټر په نښه کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب الله دانش بي بي سي ته د وژل شویو سرتېرو شمېر شپږ کسان وښود:

"نن سهار شاوخوا اوه بجې د پنځلسمې امنیتې حوزې اړوند د تره خېلو په تنګي کې یوه ځانمرګي برید کوونکي د ملي دفاع وزارت د کار کوونکو پر موټر برید کړی. زموږ د معلوماتو له مخې له بده مرغه په دغه برید کې د دفاع وزارت شپږ منسوبین شهیدان او لس تنه نور چې څلور یې ملکي وګړي دي ټپیان شوي دي."

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ویلي، په دې برید کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

هغه دا هم ویلي، چې په برید کې درې ولسي وګړي سربېرن ټپیان شوي دي.

طالبانو ددغه برید پړه منلې ده.

دا تر دوو اونیو نسبتاً ارامۍ وروسته په کابل کې لوی برید و.

دوه اونۍ مخکې، د کابل امنیتي وضعیت ډېر خراب شوی و، چې نژدې هره ورځ به خونړی برید کېده.

د انځور حقوق AFP
Image caption دوه اونۍ مخکې، د کابل امنیتي وضعیت ډېر خراب شوی و، چې نژدې هره ورځ به خونړی برید کېده.

ورته مطالب