شینډنډ کې جګړه پای ته ورسېده

د انځور حقوق
Image caption امنیتي سرچینې وايي، سل - یونیم سل طالبانو پر شینډنډ برید کړی.

د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې پر شینډنډ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ډله ییز برید پای ته رسېدلی، چې د امنیتي سرچینو په وینا، طالبان د ولسوالۍ له بازاره ووتل او د شاتګ په حال کې دي او جګړه ختمه شوې ده.

په لوېدیځ کې د افغان ځواکونو یوه قومندان ویلي، په برید کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو یوازې پنځه افغان سرتېري ټپیان وي دي.

سرچینې وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

خو طالبانو خپل تلفات نه دي منلي، بلکې ادعا کوي، چې ددوی جنګیالیو د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ کلابندې کړې، خو دولتي چارواکي بیا ادعا لري، چې په ځینو سیمو یې برید کوونکي کلابند کړي دي.

په ځینو رپوټونو کې ویل شوي، چې سل- یونیم سل وسله والو پر شینډنډ برید کړی دی.

دا لومړی ځل دی، چې په دومره لویه کچه طالبان د شینډنډ بازار ته بازار ته ننوځي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي، له هرات ښار نه شینډنډ ولسوالۍ ته د ملي اردو، ملي پولیسو او ځانګړو ځواکونو ملاتړي پوځيان ورغلي دي.

د افغانستان ددفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي، شینډنډ سقوط نه دی کړی، خو یوې ډلې "اورپکو پرې" برید کړی دی.

ښاغلي عظیمي لیکلي، د ملي اردو سرتېري هلته استول شوي او په پام کې ده، چې نور ځواکونه هم شینډنډ پوځي اډې ته ولېږدل شي.

شینډنډ د هرات په سوېل کې له ښاره نژدې ۱۲۰ کیلومتره لیرې ولسوالي ده.

په دې ولسوالۍ کې د افغانستان تر ټولو لوی روزنیز هوايي ډګر پروت دی.

په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې بریدونه ډېر کړي دي.

دوه اونۍ مخکې، د کابل امنیتي وضعیت ډېر خراب شوی و، چې نژدې هره ورځ به خونړی برید کېده.

تر ټولو تازه ځانمرګی برید د پنجشنبې پر ګهیځ کابل کې د ملي اردو پر لېږدوونکي بس و، چې لږترلږه شپږ ملي اردو عسکر یې ووژل او د څلورو ولسي وګړو په ګډون یې ۱۴ نور ټپیان کړل.

دوه اونۍ مخکې، د کابل امنیتي وضعیت ډېر خراب شوی و، چې نژدې هره ورځ به خونړی برید کېده.

د انځور حقوق AFP
Image caption په شینډنډ ولسوالۍ کې د افغانستان تر ټولو لوی روزنیز هوايي ډګر پروت دی.

ورته مطالب