میمنه کې د مېرمنو لپاره ځانګړی پارک جوړ شوی دی

د انځور حقوق AP
Image caption میمنه کې د مېرمنو لپاره دا یوازینی پارک دی

په افغانستان کې دښځو لوبې نوې خبره نه ده، خو د دغه هېواد په شمالي ښار میمنه کې بیا یو شمېر مېرمنې له چادرۍ سره لوبي کوي.

دغه ښځې د لوبو په یوه پارک کې له چادرۍ سره منډې وهي، قدم وهي او سپورت کوي. لامل یې د ښځو لپاره دغه ځانکړی جوړ شوی پارک دی.

د بي بي سي ازبکي څانکې خبریال احسان الله تویغون په دې اړه خپل رپوټ کې کاږي، چې د میمنې ښار په زړه کې دلوبو دا یواځینی پارک دی چې مېرمنې کولای شي پکې د نارینه وو له سترګو لېري تفریح وکړي، قدم ووهي او یا هم لوبې وکړي.

دغه پارک کې سهار وختي لسګونه ښځې ښکاري چې ډول ډول چادرۍ یې پر سرونو وي، منډې وهي، ورزش کوي او یا هم قدم وهي.

دلوبو دغه پارک یوه بڼ ته ورته دی. دیوالونه یې قد پناه دي او نارینه نه شي کولاي چې دننه ورشی.

خو دې سره هم یو شمېر ښځې له یو شمېر ځايي اوسېدونکو نارینه وو شکایت کوي، چې وايي د پارک دیوالونه ټیټ دي او ځیني نارینه دوی ځوروي.

دغه پارک ته د ورتلونکو ډېری مېرمنو عمرونه له څلوېښتو کلونو لوړ ښکاري چي ځینې یې د شکرې او لوړ فشار په ناروغیو اخته دي او زیات وزن لري.

په میمنه کې د ښځو لپاره بل ځانکړي لوبغالي نه شته، تر دې چې سوداګرو او پانګه والو هم دغه ټکي ته پام نه دی کړی.

د ښځو لپاره دځانکړي جمنازیم سرپټي لوبغالی د جوړېدو لپاره یوځل ځايي ادارې ته بودیجه ورکړله شوې وه، چې د چارواکو په وینا بیا بېرته رد شوې ده.

دفاریاب والی محمد الله بتکاش په خبره د لوبغالي لپاره د دولتی ځمکې نشتوالي له امله دغه بودیجه رد شوه.