افغان مشرتابه د کابل لپاره ګارنیزیون جوړوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د دغه نا امنیو یو علت د افغان ځواکونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی دی

په کابل کې د ګارنیزیون جوړولو خبره له هغې وروسته راپور ته کیږي چې کابل په تیرو څو اونیو کې د خونړیو بریدونو او نا امنیو شاهد و.

ویل کیږي د دغه نا امنیو یو علت د افغان ځواکونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی دی.

کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی پخپل راپور کې وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي اردو له افسرانو سره په خبرو کې همدې ستونزې ته اشاره وکړه او د کابل لپاره یې د ګارنیزیون پر جوړولو ټینګار وکړ:''د خدای په فضل او د ستاسې هڅو له برکته وړتیاوې شته، خو همغږۍ نشته ، همغږي نه د ملي اردو په سطحه شته ، نه هم د ملي اردو او ملي پولیسو ترمنځ او نه هم ملي امنیت ، پولیس او اردو ترمنځ.''

د ملي دفاع وزارت چارواکي د کابل لپاره ګارنیزیون جوړنه یوه اړتیا بولي. د دغه وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري بي بي سي ته وویل که ګارنیزون یا په بل عبارت د بیلابیلو امنیتي ځواکونو لپاره ګډه قوماندانۍ رامنځته شي نو د ګنو پيښو مخنیوی به وشي او د پیښو په وړاندې به په وخت او مناسب اقدام وشي.

پوځي چارو پوهان د افغان ځواکونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی یوه لویه ستونزه بولي او د ګارنیزیون په څیر اقدامات د دوی په آند کولی شي دغه تشه ډکه کړي. پوځي کارپوه نیک محمد کابلی وايي که د ښارونو په سطحه ګارنیزیون رامنځته شي نو وړتیاوې او ځواک به وسپمول شي او امنیت به په ښه توګه تامین شي.

ښاغلی کابلی وايي واک ته د مجاهدینو له رسیدو وړاندې حکومتونو ګارنیزونونه لرل چې د امنیت په تامین کې یې ډیر مثبت اغیز درلود.

د کابل لپاره د ګارنیزیون د جوړلو پریکړه داسې مهال کیږي چې په پام کې ده دوه اونۍ وروسته ټول امنیتي مسؤولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي، د بهرنیو ځواکونو جګړه ییز ماموریت پای ته رسیږي او یواځې د روزنې او ملاتړ دنده به په غاړه ولري.

ورته مطالب